د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل د عمران خان څرګندونې په افغان چارو کې لاسوهنه وبلله


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د پاکستاني وزیر اعظم وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله او ښکاره لاسوهنه بللې.

اجرائیه ریاست وايي چې په افغانستان کې د نظام بڼه، جوړښت او څرنګوالی د هېواد په اساسي قانون کې روښانه دي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون په سېشنبه د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، پاکستاني سیاستوال دې د افغانستان په اړه په هر ډول څرګندونو کې له پوره دقت او پامه کار واخلي.

نوموړي وویل: "هېڅ بهرنی هېواد او بهرني شخصتیونه حق نه ‌لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، د عمران خان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، موږ تمه لرو چې پاکستان او پاکستاني سیاستوال د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې احتیاط او له لاسوهنې ډډه وکړي."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

په دوشنبه د پاکستان وزیر اعظم په اسلام‌اباد کې په خپل دفتر کې له یوشمېر خبریالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د یوې لنډمهالې ادارې د جوړېدو وړاندیز کړی وو.

عمران خان وویل، په افغانستان کې د سولې روانې خبرې چې د ده په وینا په ظاهره د افغانستان حکومت د دریځ له وجې په ټپه ولاړې دي، د لنډمهالې ادارې رامنځته کول د ستونزو د هواري یوازنۍ لار ده.

​د عمران خان دغه څرګندونې پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې را-اخیستې دي.

عمران خان وویل، د افغانستان سولې بهیر هله بریالی کېدلای شي چې یوه لنډمهالې اداره جوړه شي چې هغه به ازاد او شفاف انتخابات چې د افغانستان په سیاست کې ټول مهم لوبغاړي به پکې ګډون کوي، ترسره کوي.

د پاکستان وزیر اعظم دغه‌راز تاید کړه چې د طالبانو له مشرانو سره‌ یې ټاکل شوې غونډه په‌ دې خاطر و نه کړه چې د افغانستان حکومت ورسره مخالفت کړی و.

دغه غونډه په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکایي پلاوي ترمنځ د پنځم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د تېر کال د حوت میاشتې په لومړیو کې پلان شوې وه.

د پاکستان وزیر اعظم د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د پاکستان رول ته هم اشاره وکړه او و یې‌ ویل چې په‌ دې پروسه کې پاکستان مهم رول لوبولی او واشنګټن هم دا مسله تاید کړې ده.

د طالبانو د استازیو او د افغانستان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو پنځم پړاو د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه پای ته ورسېد.

دواړو لوریو په ‌دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو تر اوسه پر دوو مسایلو:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل

او دا چې د افغانستان له خاورې به بیا پر امریکا او نورې نړۍ د ترهګرۍ د بریدونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي، نهایي موافقه نه‌ده شوې.

که څه هم د دې خبرو ډېر جزیات له رسنیو سره نه ‌دي شریک شوي، خو ځیني وختونه له مختلفو سرچینو د لنډمهالي حکومت مسله چې د پاکستان وزیر اعظم ‌یې په ښکاره خبره کړې، مطرح کړې چې وروسته دواړو لوریو هغه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG