د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له ماشومانو سره جنسي تشدد زیات شوی


په پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښو ثبتولو غير سرکاري ادارې ساحل په خپل یوه تازه راپور کې ويلي دي چې د ۲۰۱۷ز کال په پرتله په ۲۰۱۸ز کال کې له ماشومانو سره په جنسي تشدد کې ۱۱ فيصده اضافه شوې ده او هره ورځ له لسو زيات ماشومان جنسي تشدد ښکار کېږي.

په راپور کې ويل شوي چې په څلور واړو صوبو کې په ۲۰۱۸ز کال ۳۸۳۲ ماشومانو سره د تېريو پېيښې ثبت شوې دي. د دوی په خبره د حکومتي پالیسو باوجود له ماشومانو سره د تېريو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير د غير سرکاري ادارې ساحل راپور رد کړي او ويلي دي چې ماشومانو تحفظ لپاره يې سزاګانې زياتي کړې دي او د بې کوره ماشومانو لپاره د خيرښېګړې پرژوې هم شروع کړي دي.

د ماشومانو تحفظ غير سرکاري ادارې ساحل په ” ۲۰۱۸ز کال کې د ظالمانه ارقام“ تر عنوان لاندې تازه راپور د اپرېل پر درېمه خپور کړ.

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۸ز کال کې له ۳۸۳۲ ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښې ثبت شوي دي. دا شمېره په ۲۰۱۷ز کال کې ۳۴۴۵ وه . په راپور کې ويل شوی چې د هېواد ۸۵ قامي او مقامي ورځپاڼو کې راغلي راپورونو جاج وروسته يې دا راپور جوړ کړی دی.

د غير-سرکاري ادارې ساحل وياند ممتاز ګوهر، د اپريل په درېمه، مشال راډيو ته وويل چې ماشومانو سره د جنسي تېريو ۶۳ فيصده پېښې په پنجاب کې، ۴ فیصده په خيبر پښتونخوا کې ۲۷ فيصده په سیند کې او دوه فیصده په بلوچستان کې رامنځ ته شوې دي.

(( د خيبر پښتونخوا مسله دا ده چې له هغې ځاي ماشومانو سره د جنسي تشدد پيښو په اړه رپورټنګ نه کېږي. په هغه صوبه کې د نورو سيمو په پرتله پېښې زياتې کېږي خو ډېر لږ یې په رسنيو کې رپورټېږي.))

د ساحل وياند ممتاز ګوهر وويل چې له ماشومانو سره د جنسي تشدد تر شا ګڼ وجوهات دي. په دې کې په ټولنه کې د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره د پوهاوي نشتوالی هم شامل دی. خو ممتاز زياته کړه چې د اتلسم ائيني ترميم باوجود صوبايي حکومتونو د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره قانون سازي نه ده کړي.

(په صوبايي کچه د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره هغه شان قانون سازي نه کېږي چې څه رنګه پکار ده. په دې کې ډېر موضوعات له پامه غورځول شوي دي. په دې کې ډېر کار پاته دی او پوهاوی تر ټولو زيات ضروري دی.))

د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو يو فعال عمران ټکر وايي، اوس هم په ټولنه کې څوک له ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې نه رپورټوي.

عمران ټکر زياته کړه چې د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره قوانين موجود دي خو حکومت يې نه عملي کوي. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي د غير سرکاري ادارې ساحل تازه راپور رد کړ او و یې ويل چې په راپور کې ښودل شوې شمېري ناسمې دي. صوبايي وزير د ماشومانو حقونو لپاره د قانون سازي په اړه وويل چې خيبر پښتونخوا حکومت زما کور په نامه پروژه پيل کړې ده. د دوی په خبره په دې پروژه کې په جنګ ځپليو سيمو کې ماشومانو ته زياته پاملرنه کېږي.

د غير سرکاري ادارې ساحل په راپور کې دا هم راغلي چې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۷۲ فيصده پيښي په کلېواليو سيمو او ۲۸ فيصده په ښارونو کې رامنځ ته شوي دي. د دوی په خبره په ۲۰۱۸ز کال کې له ماشومانو جينکو سره ۵۵ فيصده او له هلکانو سره ۴۵ فيصده د جنسي تشدد پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG