د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیلاشیان دې مذهبي لږکیان وګڼل شي: خیبر پښتونخوا اسمبلۍ


له کیلاشه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وزیر زاده
له کیلاشه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وزیر زاده

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان په ایین کې د مذهبي اقلیت کیلاشیانو مذهب ته د ځانګړې درجې ورکولو یو قرادداد منظور کړی دی.

د نهې پر ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وزیر زاده دغه قرارداد وړاندې کړ چې حکومتي او مخالفو ګوندونو په شریکه منظور کړ.

په قرارداد کې له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې د صوبې په چترال ضلع کې مېشت کېلاشیان که څه هم لږکیان ګڼل کیږي خو د کیلاشه په نوم مذهب یې ځانګړې حیثیت نه لري او په سرشمیرنه او نورو دستاویزاتو کې د نورو په خانه کې ورته ځای ورکړل شوی دی. په قرارداد کې ویل شوي کیلاشیان خپل مذهب او رسومات لري نو باید چې د ملک په ایین کې د دوی مذهب ته ځانګړې درجه ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG