د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې پر پرمختګونو خوښي وښوده


د ناټو له عمومي منشي سره لیدنه کې ولسمشر ټرمپ وویل، په افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه بدمرغي ده.
د ناټو له عمومي منشي سره لیدنه کې ولسمشر ټرمپ وویل، په افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه بدمرغي ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اپریل پر درېمه په سپینه ماڼۍ کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کوربه و او د ناټو د بجټ، له مکسیکو سره د امریکا د پولې او له روسیې سره د جنجالونو سربېره‌ یې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.

ډونالد ټرمپ وايي، په افغانستان کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي او په‌ دې هېواد کې ۱۹ کلنې جګړې ته په اشارې یې دا یوه بدمرغي وبلله.

ولسمشر ټرمپ د ناټو له منشي سره په یوه غونډه کې چې خبریالان هم وربلل شوي وو، په افغانستان کې له پرمختګونو خوښي وښوده.

نوموړي وویل: ​"لوېدیځ په دا وروستیو کې په افغانستان کې لوی پرمختګونه درلودل. دا جګړه له ۱۹ کلونو راهیسې روانه ده چې بدمرغي او مسخره ده، خو اوس موږ ډېر ګامونه اخیستي او ډېر څه دغلته دا مهال په مثبت خوا روان دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې کتلي دي.

ټاکل شوې د دې تړون د غړیو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماټان د اپرېل پر درېمه د افغانستان، روسیې، ترکیې او اوکراین په اړه خپل بحثونه پیل کړي.

په واشنګټن کې د ناټو دا غونډه دوه ورځې دوام کوي.

د اپریل پر درېیمه د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ولسمشر ټرمپ وویل، هېواد یې د ناټو تړون ته ژمن دی خو نوموړي پر یوشمېر هېوادونو نیوکې وکړې چې د دې تړون په لګښتونو کې خپله برخه په سمه توګه نه ادا کوي.

نوموړي په ځانګړې توګه د جرمني یادونه وکړه او ویې‌ ویل چې په ناټو کې د دې هېواد مالي ونډه ډېره کمه ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په خپله لنډه وینا کې په عراق او شام کې د داعش ډلې د ماتې یادونه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې دا ډله په بشپړه توګه له‌ منځه نه‌ ده وړل شوې.

ینس سټولټنبرګ همدارنګه په افغانستان کې د امریکا هڅې وستایلې او ویې‌ ویل:​ "موږ کلک پر دې باور یو چې په افغانستان کې د کړکېچ او جګړې د سوله‌ ییز هواري لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ ډېر مهم دی، موږ د دې هڅو ملاتړ کوو."

د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اپریل پر درېمه په‌ داسې حال کې د افغانستان په اړه بحث کوي چې په‌ دې هېواد کې د بل هر وخت په پرتله د سولې هڅې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG