د وزیرستان ځوانانو اتحادیې د اپرېل پر دوهمه په میرعلي کې احتجاجي لاریون وکړ او په سیمه کې یې د هدفي وژنو او بدامنۍ ضد یې شعارونه ورکړل.
احتجاج کوونکو له سیمې د ځمکې لاندې ماینونو د پاکولو او امنیت د بحالولو غوښتنه کوله.
د شمالي وزیرستان استوګن وایي، په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.
د اپرېل په لومړۍ د میرعلي په ایسوړۍ کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری د کور دننه ووژل شو.
په دې اړه د عمر دراز وزیر رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.