د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش کونړ او نورستان ته مخه کړې


په جلال اباد کې نيول شوي مشکوک داعش وسله وال
په جلال اباد کې نيول شوي مشکوک داعش وسله وال

د افغانستان کونړ ولايت مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بېدار د اپرېل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان سره د اوږد سرحد له کبله کونړ د داعش د خوښې سيمه ده خو دوی به يې پرېنږدي چې دغلته مرکزونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((په کونړ کې ځنګلونه دي. غرونه دي. موقعيت يې داسې دی چې د داعش وسله والې ډلې لپاره مساعد دی خو موږ د خلکو په مرسته هر حالت ته چمتو يو. په ځينو ځايونو کې طالبانو او داعش د يو بل سره جګړې کړې دي او زموږ کوښښ دا دی چې خپل خلک له دې دواړو ډلو وساتو. داعش به داسې وځپو چې کونړ به تري بيخي پاک کړو.))

موږ سره د خلکو همکاري شته دی. د نورستان خلک سوله دوسته دي. د دوی په مرسته به د داعش مخه نیسو.
د نورستان والي، حافظ عبدالقيوم

داعش وسله والې ډلې په افغانستان او پاکستان کې د فعاليت پېلولو او مشر ټاکلو اعلان په ۲۰۱۵ کال کې وکړ. مرکز يې د ننګرهار اچين ولسوالي وه. خو افغان او امريکايي ځواکونو په مسلسلو عملياتو کې د داعش ګڼ مشران ووژل.

په ننګرهار کې ماتې!؟

د ننګرهار ولايت والي، شاه محمود مياخېل د اپرېل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې د پاتو داعش وسله والو پر ضد يې هم عمليات روان دي. ((يوازې د اچين ولسوالۍ په بر سر، هسکې مېنې، پچير اګام او وزيرو تنګي ځينو ځايونو کې داعش وسله وال شته دی. شمېر به یې خوا او شا ۷۰۰ وي. اوس موږ په دغو سيمو تمرکز زيات کړی او انشاالله په نيزدي وختونو کې به په ټول ننګرهار کې داعش نه وي. دا کار مو دولس په مرسته کړی دی.))

په ننګرهار کې تر فشار وروسته، اوس دې ډلې کونړ او نورستان ته مخه کړې ده. د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او کورنيوو چارو مرستيال وزير جنرال خوشال سعادت دغو ولايتونو ته د امنيتي حالاتو د ارزونې لپاره ورغلي وو. کونړ او نورستان د پاکستان چترال سره پوله لري او ځنګلونه لرونکې غرييزه سيمه ده.

مياخېل: په ننګرهار کې داعش سخت ځپل شوی
مياخېل: په ننګرهار کې داعش سخت ځپل شوی

د نورستان ولايت والي حافظ عبدالقيوم د اپرېل په دوهمه نېټه مشال راډيو ته وويل داعش به پښو ټينګولو ته پرېنږدي. ((د نورستان په مسير کې د کونړ په چپې درې سيمه کې داعش له طالبانو ځيني ځايونه نيولي دي. له دې موږ ته ضرر رارسي خو موږ د داعش ډلې د ځپلو لپاره پوره چمتووالی لرو. ټول قومي مشران او علمای کرام راسره ملاتړي دي او په دې متفق دي چې د داعش سره به جنګ کوي.))

د سولې خبرې او د داعش ممکنه قوي کېدل

په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز د ۲۰۱۸ کال يوه څېړنه ښيي چې داعش له ډېر وخت راهيسې کوښښ کوي په کونړ، نورستان او د افغانستان په شمالي ولايتونو کې مرکزونه ولري. د دې څېړنې ترمخه اکثره داعش جنګيالي د پاکستان او مرکزي اسيا د هېوادونو وګړي دي.

د دې څېړنې ترسره کوونکي، حکمت الله اعظمي مشال راډيو ته وويل که طالبانو سره د سولې روانې خبرې کامیابېږي نو ممکنه ده چې د سولې مخالف جنګيالي طالبان داعش ډلې سره يو ځای او دا ډله نوره قوي کړي.

په کونړ او نورستان کې د داعش وسله والې ډلې عقيدوي ملګري شته دی. دا سيمه د ډېرو غرونو او ځنګلونو له وجې هم د داعش خوښه ده.
حکمت الله اعظمي

هغه زياتوي: ((په نورستان او کونړ کې به د داعش وسله والې ډلې ځپل ځکه اسانه نه وي چې يو خو دا سيمې د ننګرهار په نسبت ډېرې غرييزې دي او بل په دې ولايتونو کې د داعش فکري ملګري (په سلفي عقيدې باور لرونکي) ډېر دي. داعش ډله د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرو نتيجو ته هم په تمه دي. ښايي د دې خبرو مخالف يا د پېسو لپاره جنګيدونکي طالبان داعش سره ملګري شي.))

داعش وسله واله ډله لومړی په عراق او شام کې راڅرګنده شوه. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې يې هلته ګڼې سيمې ونيولې او د خلافت اعلان یې وکړ خو تېره مياشت امريکايي ځواکونو وويل چې په دغو ملکونو کې يې دا ډله په بشپړ ډول ماته کړې ده. په افغانستان کې د دې ډلې ګڼ غړي د تحريک طالبان پاکستان پخواني غړي دي او د ختيځو ولايتونو تر څنګ په شمال کې ډېر فعاليت لري.

XS
SM
MD
LG