د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي له طالبانو سره یې د خبرو تفصیل افغان ولسمشر ته ورکړی


زلمی خلیلزاد په کابل ګې د سولې عالي شورا د دارالانشا له مشر عمر داودزي سره ولیدل
زلمی خلیلزاد په کابل ګې د سولې عالي شورا د دارالانشا له مشر عمر داودزي سره ولیدل

پراګ - د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره یې د خپلو خبرو تفصیل مسلسل له افغان ولسمشر اشرف غني سره شریک کړی.

د اپرېل پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې خلیلزاد دا هم وویل چې امریکا د افغانستان د سولې پروسه نه انحصاروي، بلکې د سیمې نور قدرتونه دې په دې پروسه کې فعاله ونډه واخلي.

افغان ولسمشر د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې دې د سیمې ځواکمن هېوادونه فعال رول ولوبوي.

خلیلزاد د مارچ ۳۱مې شپې مهال کابل ته ورسېد او د ګل پر ورځ یې له چارواکو سره ولیدل.

تمه ده نوموړی تر کابل وروسته پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي.

خلیلزاد په داسې حال کې له افغان مشرانو سره ګوري چې په مارچ کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي ول چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو په اړه تفصیل نه ورکوي.

د امریکا چارواکو د محب دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې له ټولو جزییاتو یې کابل خبر ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG