د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشریزه ټاکنې دوهم پړاو ته واوښتې


یوه ښځه د رایو اچولو پرمهال. ۳۱م مارچ ۲۰۱۹
یوه ښځه د رایو اچولو پرمهال. ۳۱م مارچ ۲۰۱۹

د مارچ پر ۳۱مه نېټه د اوکراین ولسمشریزو ټولټاکنو کې ټوکمار او نو-اموز سیاسي ولادومیر زیلینسکي زیاتې رایې وړې دي خو د رایو شمېرنو لومړنۍ پایلې ښيي نوموړي هومره رایې نه دي وړې چې په لومړي پړاو کې بریالی شي.

د اوکراین ټاکنو کمیشن ترمخه د اپرېل په لومړۍ په شمېرلیو ۲۱ فیصد رایو کې د ټي وي مشهور ټوکمار ولادومیر زیلینسکي ۳۰ فیصده رایي وړې دي. اوسنی ولسمشر پیترو پوروشینکو د اتلس فیصده رایو په اخیستو پر دوهم نمبر او پخوانۍ وزیراعظمه یولیا تیموشینکو د ۱۴ فیصده رایو په اخیستو سره په درېم نمبر ده.

په دوشنبه په کیف کې د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې ۴۱ کلن زیلینسکي وویل چې سر له ننه په اوکراین کې له درغلیو پاک نوی ژوند پيل شو.

د اوکراین ولسمشرۍ چوکۍ ته ۳۹ تنه امیدواران ول. د ټاکنو دوهم پړاو به د روانې میاشتې په ۲۱مه کېږي چې سیالي به د زیلینسکي او پیتروپوروشینکو ترمنځ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG