د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد اقبال د خپل زوي مشال خان مقدمه د پېښور های کورټ ته یوړه


Mashal Khan Ziayddin
Mashal Khan Ziayddin

د خیبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي مشال خان پلار محمد اقبال د ترهګرۍ ضد عدالت د پرېکړې خلاف د پېښور های کورټ ته تللی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د ترهګرۍ ضد عدالت د مارچ پر ۲۱مه د مشال خان د وژنې په مقدمه کې له وروستیو څلورو کسانو څخه دوو ته د عمر بند سزا ورکړه او دوه یې خوشي کړل.

په دوي کې عارف مردانوي او اسد کاټلنګ ته د عمر بند سزا واورول شوه خو صابر مایار او اظهارالله جوني خوشي شو.

خو محمد اقبال د یاد عدالت د دې پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې اپیل کړی دی او غوښتنه یې کړې چې دا پرېکړه سمه نه ده او دې کسانو ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې دوي په پېښور های کورټ کې په کړي اپیل کې غوښتنه کړې چې خوشي شوي کسان دې بیا ونیول شي او دې نورو دوو ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

محمد اقبال وویل دی دا غوښتنه ځکه کوي چې د ده په وینا دې کسانو د مشال خان په وژنه کې پوره کردار ادا کړی وو.

ده وویل ، “ کومو دوو کسانو ته چې يې عمر قېد ورکړی دی نو دې کسانو په هغه فوټېج کې په باقاعده توګه تقریرونه کړي دي او اعتراف يې کړې دی نو په دا معنا د دوی دا سزا کمه ده او دا کوم دوه کسان يې چې خوشي کړي نو د وکیلانو دریځ دی چې په کومه مقدمه کې دوه سزا شو نو دا ولې خوشي کړل شو؟”

محمد اقبال زیاته کړه چې که چېرې د پېښور های کورټ دې کسانو ته سزا ورنکړه نو دی به بیا د پاکستان سپریم کورټ ته ځي.

قانون پوه شهاب الدین خټک مشال راډیو ته وویل چې اوس به په های کورټ کې بیا مقدمه چلیږي او که په دې کې کوم فریق له فېصلې مطمین نه وو نو بیا به دا معامله سپریم کورټ ته ځي او د سپریم کورټ فېصله به اخیري وي.”

مشال خان د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳مه په عبدالولي خان پوهنتون کې بلواګرو مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته حکومتي پلټنو وښودله چې مشال خان بې ګناه وو.

XS
SM
MD
LG