د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړه به مو وروستۍ خوښه وي: نتنیاهو


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

اسرایلي وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو وايي، پوځ یې د اړتیا پرمهال په غزې تړانګه کې پوځي عملیاتو ته چمتو دی خو ټینګار یې وکړ چې جګړه به وروستی انتخاب وي.

نوموړي په دا وروستیو کې پوځ ته امر کړی چې د غزې په تړانګه کې د پراخو عملیاتو لپاره سرتېري او پوځي وسایط چمتو کړي.

نتنیاهو چې پرون پنجشنبه د غزې په سرحد کې د اسرایلو له یوې پوځي چاوڼۍ له ستنېدو پس د دغه هېواد په شمال کې د یوه نوي سړک د پرانیستو پرمهال خبرې کولې:

"موږ به د غزې تړانګې شااوخوا امنیتي کمربند غښتلی کړو، ما په دا وروستیو کې امر کړی چې د پراخو عملیاتو د تیارۍ په ترڅ کې پوځي ځواکونه پیاوړي او اضافي تجهیزات برابر شي، د اسرایلو ټول وګړي باید پوه شي که پراخو پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه شي، موږ به یې په قوت او خوندیتوب سره پیل کړو، خو تر هغه وروسته که نور امکانات نتیجه ور نه کړي."

د اسرائیل پوځي ځواکونه
د اسرائیل پوځي ځواکونه

فلسطینيو وسله والو د دوشنبې په ورځ له غزې څخه یو توغندی چې اوږد واټن ویشتلای شي، د اسرایلو د قلمرو خواته وتوغاوه چې د تل ابیب په شمال کې پر یوه کور راپرېوت او اووه اسرایلیان یې ټپیان کړل.

له دې پېښې وروسته اسرایليو الوتکو هوايي حملې پیل کړې او فلسطینیانو د اسرایلو پر جنوب ډزې وکړې.

له دې سره اسرایلو غزې ته نږدې خپل پوځي شتون پیاوړی کړ، خو د چارشنبې تر ورځې په نښتو کې له هغه پس سوړوالی راغی چې حماس د مصر په منځګړتوب اوربند اعلان کړ.

د راپورونو له مخې، مصري منځګړي په پنجشنبه د اسرایلو خوا ته وخوځېدل، چې د اسرایلي پوځ او حماس ترمنځ د اوربند د پلان په اړه خبرې وکړي.

اسرایل د غزې په تړانګه کې وضعیت په دقت سره څاري، ځکه د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسرایلي پوځیانو ترمنځ د خونړیو نښتو لومړۍ کلیزه ده.

حماس زرګونه کسان چمتو کړي دي چې په دې مناسبت په احتجاجي لاریون کې ګډون وکړي، خو د حماس یوه چارواکي ویلي دي که اسرایلیان او مصري منځګړي د اوربند په اړه په خبرو کې پرمختګ وکړي، نو ښايي فلسطینیان له مظاهرو ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG