د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۵۰ لکو کورونو جوړول، حقيقت که سياسي نعره؟


د پاکستان وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د مارچ په ۲۸مه د پنځوسو لکو کورونو جوړولو اعلان وکړ.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د مارچ په ۲۸مه د پنځوسو لکو کورونو جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ملک کې د پنځوس لاکه کورونو جوړولو کار د اپرېل په مياشت کې د شروع کولو اعلان کړي.

وزيراعظم د مارچ په ۲۸مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وينا کې وويل چې د دي پروژي لپاره ټولې تياريانې مکملې شوې دي او په راتلونکې اپرېل مياشت کې به پرې کار شروع شي.

په تېرو اوو مياشتو کې د وفاقي حکومت يو اعلان هم سر ته نه دی رسولی،د يو کړوړ نوکريانو خبره هم پر خپل ځای پاتې ده

عمران خان وويل چې په پنځو کالو کې به پنځوس لکه کورونه جوړوي.

''خلک ګومان کوي چې دا ګران کار دی، دا سياسي نعره ده. خو په پاکستان کې دننه د د يو کړوړ کورونو کمی دی. د دې تشي يا کمي پوره کولو لپاره مو د پنځوسو لاکو کورونو جوړولو فيصله کړې ده. په دې کې به ډېر مشکلات راځي او دا يو لوی هدف دی.''

د وزيراعظم په وينا دا پروژه د غريب ولس لپاره ده چې د کور اخیستو توان نه لري. خو په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، په تېرو اوو مياشتو کې د وفاقي حکومت يو اعلان هم سر ته نه دی رسولی،د يو کړوړ نوکريانو خبره هم پر خپل ځای پاتې ده. دوي زياته کړه چې د پنځوسو لاکو کورونو جوړولو اعلان کې ډېرې خبرې واضحه نه دي.

دا پروژه ډېره لويه ده. خو په دومره شمېر کې د کورونو جوړولو لپاره به مواد له کومه ځايه راځي

''د کورونو جوړولو لپاره په بنيادي توګه درې څيزونه پکار وي. يوه ځکمه. دوېمه چې څوک يې جوړوي هغې له به پېسي ورکوي. درېم له بانک څخه به پيسي اخلي. نو د دې لپاره يو بجټ پکار دی او دا بجټ به داسې وي چې دا به بيا واپس کوي. دا به په شرح سود سره واپس ورکوئ، د دې خبرې اندازه تراوسه حکومت نه ده لګولې چې په کومو شرايطو به له بانکه قرضې اخلي. بانکونه وړيا قرضې نه ورکوي.''

د کراچۍ ښار اوچتي وداني مخي ته ماشومان کرکټ کوي.
د کراچۍ ښار اوچتي وداني مخي ته ماشومان کرکټ کوي.

اقتصاد پوه اکرام هوتي زياته کړه چې حکومت له بجټه د کورونو جوړولو لپاره پيسي نه شي اخیستی.

په پېښور کې سېول انجنير فيصل نياز مشال راډيو ته وويل چې د يو کور په جوړولو تر اووياو لاکو روپیو لګښت راځي او د پنځوسو لاکو کورونو جوړولو لپاره ډير زيات مواد پکار وي خو حکومت سره دومره انفراسټکچر نه شته.

''د پېښور چټک بس پروژې (بي ار ټي) مثال مخې ته پروت دی. دا پروژه له کله نه شروع شوي ده چې تراوسه پوري راونه ده او د دې انفراسټرکچر مکمل شوی نه دی. دا پروژه ډېره لويه ده. خو په دومره شمير کې کورونو جوړولو لپاره به مواد له کومه ځايه راځي، دا يو ناممکنه خبره ده. زما په اند ټېکداران او له دې څانګې سره تړلې خلک به دې ته غاړه نه کښېږدي. د دې ترڅنګ د کورونو جوړولو لپاره اوږد طريقه کار دی.''

سېول انجنير فيصل نياز زیاته کړه چې د کورونو جوړولو ټېکو او ټېنډر کې هم ډېر زيات وخت لګېږي او دا پروژه سر ته رسول مشکله ښکاري. د تحريک انصاف حکومت په انتخاباتي کمپاين کې ژمنه کړې وه چې په واک کې له راتلو وروسته به په پنځو کلونو کې پنځوس لاکه کورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG