د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې ټولې سیمې د داعش وسله والو له لاسه وتلي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې په شام کې ټولې سیمې د داعش د وسله والو له لاسه وتلې دي.

ټرمپ دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د شام له باغوز سیمه کې لاهم د جګړې راپورونه رارسیدلي دي.

ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۲۲مه خبریالانو ته یوه نقشه هم ور وښوده چې په هغه کې د داعش د اثر لاندې پخوانۍ سیمې او د دې ډلې اوسنی حالت ښودل شوی وو.

ټرمپ وویل، وخت یې را رسېدلی چې ووایو چې داعش په سیمه کې پر هېڅ ځای واکمني نه لري.

خو د شام ډیموکراتیکو ځواکونو چې امریکايي ملاتړ کوي ویلي چې په سیمه کې جګړه دوام لري.

د دې ډلې ویاند مصطفی بالي د مارچ پر ۲۲مه پر ټوېټر ولیکل چې د باغوز په غرنۍ سیمه کې جګړه روانه ده او د دوی ځواکونه هڅه کوي چې له پاتې سیمو هم د داعش وسله واله وباسي.

د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونوکې د شام سفیر بشار جعفري ویلي چې د داعش ډلې واکمني لا نه ده ختمه شوې.

هغه ادعا کړې چې په حقیقت کې داعش پرضد امریکا نه بلکې د ایران او روس په ملاتړ د شام حکومتي ځواکونه جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG