د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: مفتي تقي عثماني له برید روغ وتلی


پاکستان: د کراچۍ پولیس افسران پر هغه ګاډي د شوي وسله وال برید پلټنه کوي چې یوه وتلي مفتي پکې سپور وو. ۲۲مارچ ۲۰۱۹
پاکستان: د کراچۍ پولیس افسران پر هغه ګاډي د شوي وسله وال برید پلټنه کوي چې یوه وتلي مفتي پکې سپور وو. ۲۲مارچ ۲۰۱۹

په کراچۍ کې یو نومیاتی مذهبي عالم مفتي تقي عثماني د ګاډو پر کاروان د ناپیژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

له کراچۍ د ډیوې راډیو خبر ورکوي چې برید د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې شوی دی.

د ګلشن اقبال پولیس چارواکي وايي، په برید کې د کراچۍ د دیني مدرسې دارلعلوم مشر مفتي تقي عثماني خوندي پاتې شوی دی.

د جناح روغتون ډاکټران وايي، په ټپي شویو دوو کسانو کې د یو ټپونه د اندیښنې وړ دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د کراچۍ د پولیسو مشر ویلي په دغه اړه يي پلټنې پیل کړي دي او د مفتي تقي عثماني د امنیت لپاره يي نور ساتونکي ګمارلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG