د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ګولان لوړو د ټرمپ اعلان غبرګونونه راپارولي


ارشیف
پر ګولان لوړو یو اسرایلی عسکر د سوریې لوري ته د څارنې پرمهال. ۱۰ مې ۲۰۱۸
ارشیف پر ګولان لوړو یو اسرایلی عسکر د سوریې لوري ته د څارنې پرمهال. ۱۰ مې ۲۰۱۸

سوریې د مارچ پر ۲۲مه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ناڅاپي اعلان وغانده چې وايي، واشنګټن به پر ګولان لوړو د اسرایلو حاکمیت په رسمیت وپېژني.

ولسمشر ټرمپ په پنجشنبه د وري په لومړۍ نېټه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، د ګولان لوړې له سټراتیژیک او امنیتي پلوه د اسرایلو د دولت او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمه او حساسه سیمه ده.

  • د سوریې غبرګون

سوریې بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې دا څرګندونې غیر مسولانه بللې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ټرمپ وینا د اسرایلي صیهونیست رژیم په ړندو سترګو د امریکا پلوي ښيي.

بیان زیاتوي، د ګولان لوړې به د سوریې او عربو په ولکه کې وي او د ټرمپ څرګندونې دا حقیقت نه‌ شي بدلولای.

  • د روسیې غبرګون

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په جمعه په خپل غبرګون کې وویل، د ګولان لوړو دریځ بدلول به د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو مستقیمه سرغړونه وي.

انټرفکس خبري آژانس د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله خبر ورکوي چې نوموړې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه په غبرګون کې وايي، د مسکو دریځ دا دی چې د ګولان لوړې په سوریې پورې اړه لري او په‌ دې کې به بدلون رانه‌شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

زاخارووا ویلي، پردې سیمه د سوریې د دولت حاکمیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷م نمبر پریکړه‌لیک پر اساس تثبیت شوی دی.

  • د ایران غبرګون

همدا راز ایران ویلي چې د اسرائیلو د قلمرو د یوې برخې په توګه د ګولان لوړو ته د رسمیت ورکولو په اړه د ټرمپ څرګندونې د منلو وړ نه‌دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن پر دولتي ټلوېزیون خپور ویلي، دا غیر قانوني پریکړه د منلو وړ نه‌ده او دا حقیقت نه‌شي بدلولای چې د ګولان لوړې په سوریې پورې اړه لري.

تهران او مسکو د دمشق له اصلي متحدانو څخه دي، خو پر دوی سربېره عربي ټولنې او ترکیې هم د جولان د لوړو په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې غیرقانوني بللي دي.

  • د عربي ټولنې غبرګون

د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابولغیظ پرون وویل، د ګولان لوړې د ملګرو ملتونو د پریکړه‌لیکونو له مخې د سوریې د قلمرو جز دی، خو اشغال شوې دي. ابولغیظ ویلي دي چې په دې اړه د ټرمپ خبرې بې ارتباطه دي.

  • د ترکیې غبرګون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاووش اوغلو هم پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د هېوادونو ارضي بشپړتیا د نړیوالو قوانینو مهم اصل دی.

هغه ویلي چې د اسرایلو اقداماتو ته مشروعیت ورکول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او نتیجه به یې یوازې په سیمه کې نور تشدد وي.

چاووش اوغلو لیکلي چې ترکیه د سوریې د ارضي بشپړتیا ملاتړ کوي.

که واشنګټن د ګولان لوړو پر سیمه د اسرایلو حاکمیت په رسمیت وپېژني نو دا به د امریکا په پالیسۍ کې د ستر تغییر نښه وي او د اسرایلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو ته به له انتخاباتو یوه میاشت مخکې لا زیات سیاسي قوت ورکړي.

د ګولان لوړو سیمه چې ټول مساحت یې ۱۸۰۰ کیلومټر مربع دی، اسرایلو په ۱۹۶۷ ز کال کې له سوریې څخه ونیوله.

اسرایلو په ۱۹۸۱ کال کې هلته خپل قوانین نافذ کړل او عملاً یې د خپل قلمرو یوه برخه کړه، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه هم دا اقدام په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG