د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په باجوړ کې به انټرنیټ بحالولو ژمنه وکړه


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قبایلي ضلعو په دوره د مارچ پر ۱۵مه باجوړ ته تللی دی.

نوموړي په باجوړ سپورټس کمپلکس کې جلسې ته وینا وکړه او ویې ویل قبایلي ضلعو د بدامنۍ په وخت کې زیات زیانونه اوښتي او د دې د پوره کولو لپاره به هغو ضلعو ته د اېن اېف سي ایوارډ درېمه برخه ورکوي.

نوموړي په باجوړ کې د انټرنیټ بحالولو ژمنه هم وکړه. باجوړ ته د رسېدو پر مهال په ضلع کې سخت امنیتي اقدامات شوي ول.

له وزیراعظمېدو پس دا د عمران خان قبایلي ضلعو ته لومړۍ دوره ده.

ټاکل شوې چې عمران به د جمعې په ورځ د مومندو دوره هم وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG