د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې خبرو کې د خلیلزاد پر رول د محب انتقاد د امریکا له غبرګون سره مخامخ شو


حمد الله محب (له کیڼې خوا په منځ کې) له زلمي خلیلزاد سره په کابل کې
حمد الله محب (له کیڼې خوا په منځ کې) له زلمي خلیلزاد سره په کابل کې

پراګ - د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي تور پورې کړی دی چې له طالبانو سره له خبرو څخه د کابل په بهر ساتلو، افغان حکومت نامشروع کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د مارچ پر ۱۴مه، په واشنګټن کې په افغان سفارت کې خبري غونډې ته په وینا کې له طالبانو سره د خبرو د اداره کولو د طریقې پر سر پر امریکايي استازي زلمي خلیلزاد انتقاد وکړ چې سمدستي د واشنګټن له غبرګون سره مخامخ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو تر دې وروسته شپې مهال په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د محب څرګندونې د سولې بهیر مخې نیولو په معنا دي.

محب په خپلو خبرو کې تور پورې کړ چې خلیلزاد خپلې "هیلې او مقاصد لري" او په ماضي کې یې هم "دوه ځلې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د ځان نومول غوښتل."

ده وویل، افغانان او په حکومت کې ځېنې کسان په دې اند دي چې له طالبانو سره د خبرو موخه د یوه"لنډمهالي حکومت جوړول دي چې پکې به خلیلزاد د وایسرای"حیثیت ولري.

کله چې برتانیا پر هند واکمنه وه نو هغه مهال به یې د مستعمرې انتظامي مشر ته وایسرای ویل کېدل. دا لفظ په جنوبي اسیا کې په منفي معنا کې استعمالېږي.

محب تور پورې کړ چې داسې فکر کوي چې "خلیلزاد یا خو نه پوهېږي چې څنګه مذاکرات وکړي او یا ښايي تر شا یې نور لاملونه وي."

ده وویل، طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته تیار نه دي او اړتیا یې هم نه ویني.

خلیلزاد یا خو نه پوهېږي چې څنګه مذاکرات وکړي او یا ښايي تر شا یې نور لاملونه وي.
حمد الله محب

د محب په خبره، طالبان له امریکا سره د مستقیمو خبرو له لارې ځان ته مشروعیت وربښي.

محب زیاته کړه چې خلیلزاد، له خبرو څخه د کابل په بهر ساتلو، افغان حکومت کمزوری او نامشروع کوي او دا هرڅه "یقیناً د سولې لپاره نه دي."

خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو وویل چې د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډېوېډ هېل، د مارچ پر ۱۴مه، محب دفتر ته وربللی وو او ورته یې وویل چې د روغې جوړې پر بهیر یې دا انتقاد ردوي.

ده وویل، هېل محب ته وریاده کړه چې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو استازی دی، پر هغه انتقاد د امریکا د بهرنیو چارو "پر وزارت د ټکونو په معنا دي" او دا چې دا ډول څرګندونې د امریکا او افغانستان اړیکي اغېزمنولای او د سولې بهیر له خنډ سره مخامخولای شي.

پلاډینو وویل چې هېل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هېواد یې د افغان حکومت ثبات او د سولې په بهیر کې یې پوره ونډې ته ژمن دی.

زلمي خلیلزاد تر اوسه په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو پېنځه پړاوه سرته رسولي دي خو طالبان لا هم له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو انکاري دي.

امریکايي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو پرته، له طالبانو سره د سولې هېڅ راز موافقه نه مني.

XS
SM
MD
LG