د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزیلېنډ کې پر دوو جوماتو د برید مړي ۴۹ تنه شول


نیو زیلېنډ کې پر جوماتونو بريد۴۰ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

نیو زیلېنډ کې پر جوماتونو بريد۴۰ کسان وژلي

د نیوزیلینډ پولیس کمیشنر وايي، د کرایسټچرچ په مرکز کې د جمعې په ورځ (مارچ پر ۱۵مه) پر دوو جوماتونو په ډزو کې ۴۹ کسان وژل شوي دي.

مایک بوش خبریالانو ته وویل، چې ۴۱ تنه په یوه جومات کې او اووه تنه په بل جومات کې وژل شوي یوه ژوبل یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی وايي په څلورو نیول شویو کسانو کې یو یې په وژنو تورن کړی دی. د نوموړي په خبره برید په منظمه توګه پلان شوی وو.

هغه ویلي، د پېښې په تړاو یې څلور مشکوک کسان نیولي.

د ده په وینا په نیولیو کسانو کې درې سړي او یوه ښځه ده. په وژنو تورن کس ۲۰ کلن دی چې په شنبه به عدالت ته وړاندې کول کېږي.

نوموړي وویل، په ځينو ځایونو کې یې باروت موندلي.

چارواکي وايي، د ډزو پر مهال په جوماتونو کې لسګونه کسان موجود ول.

د نیوزیلېنډ کرایسټچرچ سیمې یو پښتون هستوګن میرویس وزیري چې په برید کې ژوبل شوی دی د خپلو سترګو حال د مشال راډیو خبریال ظفر خان ته ووایه:

''په جومات کې به نېږدې دوه دوه نیم سوه کسان ول او د خطبې به لس دقیقې نه وې تېرې شوې چې ډزې شوې. موږ پوه شو چې یو څوک جومات ته راننوتی دی او پر موږ ډزې کوي. نو د وتو یوې لارې ته مې ځان ورسولو. ما ته پته نه لګېده چې بریدګر څو ته دي او په کومه لار راځي. دا وو چې یو بریدګر رادننه شو او ناتاره ډزې یې وکړې دا وخت یوه مرمۍ زما د سر له پوستکي سره تېره شوه او لږ زخمي یم. ما چې کله دا بل اړخ ته وکتل نو یو کس له درېوو توپکو سره وو او پولیس جامې یې اغوستې وې.''

د نیوزیلینډ وزیر اعظمې یې دا یو ترهګر برید بللی دی.

ارډن وویل چې نیوزیلېنډ کې یې د خطرې زنګ لوړې کچې ته رسولی دی.

وزیر اعظمې جسينډا ارډن ویلي دي چې دا د نیوزیلینډ د تاریخ "له تر ټولو تورو ورځو څخه یوه ده " او وې ویل چې دا ښکاره ترهه ګره پېښه ده. یو سړي چې د برید ذمه واري یې قبوله کړې یو سپین پوستې اسرټریلیایي وګړی دی او د حملې د پلان او تربیت لپاره نیوزيلینډ ته ورغلی وو.

رسنۍ وايي، د بنګلادېش ملي کرکټ لوبډله هم د پېښې پر مهال له جومات سره نېږدې وه خو د لوبډلې روزونکي ویلي چې ټول لوبغاړي خوندي او روغ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG