د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ کې پر جوماتونو د ډزو په پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي


د نیوزیلینډ د پېښې له ځای سره نېږدې ځېنې کسان ناست دي
د نیوزیلینډ د پېښې له ځای سره نېږدې ځېنې کسان ناست دي

پراګ - د نیو زیلینډ وزیراعظمې جیسېنډا ارډرن ویلي، د کرایسټچرچ ښار دوو جوماتونو د ډزو په پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د نیو زیلینډ رسنۍ وايي، د ډزو پېښه د مارچ پر ۱۵مه له النور جمات سره نېږدې شوې.

پولیسو ویلي په لېنووډ کې یې بل جومات خالي کړی.

ارډرن دا یو "ترهګر" برید بللی او ویلي یې دي چې دا د نیوزیلینډ د تاریخ "له تر ټولو تیرو ورځو څخه یوه ده."

پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې څلور مشکوک کسان نیولي.

د پولیسو یوه چارواکي مایک بوش ویلي، په ګرفتارو کسانو کې درې سړي او یوه ښځه ده.

نوموړي وویل، په ځېنو ځایونو کې یې چوونکي مواد موندلي.

چارواکي وايي، د ډزو پر مهال په جومات کې لسګونه کسان موجود ول.

یوه عیني شاهد ویلي دي چې یو کس یې ولید چې تورې جامې یې اغوستې وې او جومات ته ننوت. دی وايي، تر هغې وروسته یې ډزې واورېدې او خلک یې په منډو ولیدل.

د پولیسو چارواکي مایک بوش د کرایسټچرچ پر اوسېدونکو غږ وکړ چې له کورونو دې نه ووځي.

رسنۍ وايي، د بنګلادېش د کرکټ لوبډله هم د پېښې پر مهال له جومات سره نېږدې وه خو د لوبډلې روزونکي ولي چې ټول لوبغاړي خوندي او روغ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG