د خېبر پښتونخوا حکومت وايي له وفاق څخه د بجلۍ خالص ګټې پيسو نه ترلاسه کېدو له وجې سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي. د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي د مارچ په لسمه مشال راډيو ته وويل چې وفاقي حکومت ته د بجلۍ خالص ګټې په مد کې ۶۵ اربه روپۍ پاتې دي. د هغه په وېنا تمه ده چې وفاقي حکومت دا پېسې د مارچ په يوولسمه ورکړي.
بلخوا د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې اپوزیشن غړو هم له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د صوبې بقاياجات ورکړي.
د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي اوس چې په وفاق او صوبه دواړو کې د تحريک انصاف حکومت دی، د دې امکان ډېر شوی چې وفاقي ادارې دوی ته د بجلۍ پاتې پېسې ورکړي. خېبر پښتونخوا له ډېرو کلونو راهیسې د هغې بجلۍ پېسې غواړي چې د دې صوبې له اوبو جوړېږي او بيا یې د پاکستان وفاقي حکومت پر ټول ملک ويشي.