د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: ۱۲۱ مشکوک کسان مو نيولي دي


د اطلاعاتو وزير، فواد چودري
د اطلاعاتو وزير، فواد چودري

پراګ - د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې عملي کولو په ترڅ کې يې د ناقانونه ډلو ۱۲۱ مشکوک کسان نيولي دي.

فواد چودري زياته کړه:

"په ټول ملک کې مو کارروايي کړې ده. دا کسان چې نيول شوي دا له ټول ملکه دي."

پاکستاني چارواکي وايي چې تر بنديز لاندې ډلو خلاف بې توپيره کارروايي روانه ده.

دوی ټينګار کوي چې دا کارروايي يې د چا تر فشار لاندي نه ده کړې بلکې د خپل ملک ګټې يې په پام کې نيولې دي.

پر پاکستان د ناقانونه پیسو د څار ادارې (اېف اې ټي اېف) فشار دی که تر سېپټېمبره يې د وسله والو ډلو خلاف د ډاډ وړ کاروايي ونه کړه نو په تور ليست کې به يې واچوي.

بلخوا هند هم له پاکستانه غوښتي چې په پلواما کې د ۴۴ هندي پوليسو د وژنې ذمه واري منونکې ډلې جېش محمد خلاف دې کوټلي ګامونه واخلي.

دواړو هېوادونو د فبرورۍ پر ۱۴مه تر شوې دې پېښې وروسته، د يو بل پر خاوره بمباري کړې ده او د يو بل د جهازونو راغورځولو ادعا لري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خاند مارچ پر ۷مه د خپل ګوند له پارلېماني غړیو سره په يوه غونډه کې ويلي چې تر دې وروسته به د ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان په سختۍ سره عملي کوي. خو پوښتنه دا ده چې آیا حکومت په رښتیا هم دې لړ کې په ګامونو پورته کولو کې سنجیده دی او که د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې یا اېف اې ټي اېف تر فشار لاندي دا کارونه کوي؟

د امنیتي چارو پوه او پخواني لیفټینیټ جنرل طلعت مسود وايي، د ترهګرۍ په اړه د پاکستان په پالیسي کې بدلون راغلی دی خو پر دې هېواد د ناقانونه پېسو د څار اداري فشارونه هم دي چې له وجې یې پاکستان د ترهګرو ضد، دې ورستیو عملیات ته اړ شوی دی.

"زما په اند په پالیسۍ کې دا بدلون، کېدای شي له دې وجې هم راغلې وي چې پاکستان ته احساس شوې دی چې د ترهګرۍ په اړه د دې هېواد پالیسي په تېرو وختونو کې ناکامه شوې ده. که داسې یو تاثر ورکړل شو چې پاکستان د وسله والو ملاتړ کوي او یا هغوی ته پناه ورکوي نو د دې به ډیر بد اثرات وي. خو له دې سره سره، پر پاکستان د بهرنیو هېوادونو فشار هم څه نه څه مانا لري ځکه که دا فشار پر پاکستان نه وې نو بیا کیدای شي چې دوی دومره ډیره په تېزۍ سره د دې لپاره ګامونه نه وای پورته کړي چې ایف اې ټي ایف او د امریکا په ګډون نړیوالې ادارې نور پاکستان د وسله والو په ملاتړ تورن نه کړي."

پاکستان تل له وسله والو ډلو سره د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف ویلي، پاکستان جماعت دعوه، فلاح انسانیت، لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون ځينو وسله والو ډلو د مالي مرستو او دې لړ کې د ګواښونو مخنیوي لپاره مناسب ګامونه نه دې پورته کړي خو پاکستان وايي، د ایف اې ټي ایف د انديشنو ختمولو لپاره یې هلي ځلي دوام لري.

د سیاسي او امنیتي چارو یو بل پوه پروفېسر ډاکټر فاروق حسنات وايي، د پاکستان موجوده حکومت د ترهګرو ضد د ګامونو پورته کولو خبره یوازې د خپل هېواد د ګټو لپاره کوي.

"د ترهګرۍ ضد د پاکستان په پالیسۍ کې کوم نوی بدلون نه ښکاري ځکه چې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته نېشنل ایکشن پلان جوړ شو او له هغې وروسته ټولو ګدونو ویلي ول چې د دې پلان له مخې به تر بندیزونو لاندي وسله والو ډلو ضد کارروايي کېږي او د ضیا الحق په وخت کې پیدا شوې ترهګري به ختمولې شي. خو له دې وروسته د نوازشریف حکومت شاوخوا څلور کاله پاتې شو او داسې څرګندېدل چې هغوی د ترهګرو ضد په کارروايي کې پوره دلچسپي نه درلوده. خو اوس موجوده حکومت د پاکستان د ګټو لپاره د ترهګرۍ ضد د ګامونو پورته کولو ویلي دي. "

په شلو نکاتو مشتمل قامي ایکشن پلان په ۲۰۱۵م کال کې جوړ شوی وو چې پکې د ټولو وسله والو ډلو پرضد د يو شان کاروايي کولو ویلي شوې وو.

XS
SM
MD
LG