د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کولای شي د "سیمې اقتصادي پرمختیا انجن شي"


په امریکا کې افغان سفیر حمد الله محب
په امریکا کې افغان سفیر حمد الله محب

پراګ - د جون ۱۳مې پر ماسپښين د هډسن انسټيټیوټ په نوم د امریکا څېړنیزې ادارې بحث ته په وینا کې په واشنګټن کې افغان سفیر حمد الله محب وویل، چابهار بندر یې هېواد ته د ټرانزېټ متبادله لار برابروي.

ده وویل، ورسره نورې پروژې به افغانستان په یوه سیمه ییز مرکز واړوي:

(([چابهار بندر] موږ ته د ټرانزېټ متبادله لار راکوي. دا به موږ لا نور له نړۍ سره وتړي. دا زموږ د سامانونو درامد او برامد صلاحیت زیاتولو لپاره ډېر اړین دی چې موږ اقتصادي پرمختګ وکړو. په وروستیو کې په افغانستان کې افغان – هند دوستۍ بند پرانیستل شو چې د افغانستان او هند پراخېدونکو اړیکو ښکارندويي کوي. دا او په سیمه کې نور لوی پرمختیايي پروجېکټونه لکه تاپي او کاسا ۱۰۰۰ د دې ثبوت دی چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ په مرکز بدلېږي او د ټولې سیمې اقتصادي پرمختیا لپاره د یوه انجن یا مرکز رول لوبولای شي.))

افغانستان طالبانو ته سپین پیغام لري چې د خلکو د سولې غوښتنې پر وړاندې درېدل درته هېڅ ګټه نه رسوي
حمد الله محب

د افغانستان شخړې په موضوع جوړې شوې دې غونډې ته په واشنګټن کې افغان سفیر زیاته کړه، پرمختیايي پروژو او همکاریو ته په کتو د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید ورسره ګډ کار وکړي:

((افغانستان طالبانو ته سپین پیغام لري چې د خلکو د سولې غوښتنې پر وړاندې درېدل درته هېڅ ګټه نه رسوي او یوازینۍ لار چې تاسې یې لرئ، هغه دا ده چې د افغان ولس هیلې او ارمانونه ومنئ او ورسره په مطابقت چلند وکړئ. نړیوالې ټولنې [ته دا پیغام ورکوم] چې افغانستان د ترهګرۍ مخنیوي لپاره او پر هغو د فشار لپاره یو باوري ملګری دی چې ترهګري د سیاسي ګټو لپاره کاروي. زموږ ګاونډیو ته یو واضح پیغام دا دی چې تاسې باید له موږ سره ګډ کار وکړئ او د هغې راتلونکې برخه شئ چې موږ یې د عملي کولو لپاره سخت مشکلات ګالو.))

که پاکستان په کابل کې ملګری حکومت غواړي نو تر ټولو غوره لار دا ده چې په کابل کې له حکومت سره ملګری شي.
حسین حقاني

د غونډې منتظم په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او د هډسن انسټیټیوټ څېړونکی حسین حقاني وو. ده په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي:

((زه له شاوخوا ۱۶ کلونو راهیسې دا خبره کوم، درې نیم کاله مې په امریکا کې د سفیر په توګه دا خبره کړې چې که پاکستان په کابل کې ملګری حکومت غواړي نو تر ټولو غوره لار دا ده چې په کابل کې له حکومت سره ملګری شي. په کچلاغ یا کوټې یا له کوټې سره نېږدې یا په وزیرستان کې د یوه حکومت د جوړولو او بیا افغانستان ته د برامدولو پر ځای موږ ولې باید له هغو سره ملګري نشو چې وار له مخه په افغانستان کې په حکومت کې دي.))

شنونکي او لیکوال ډاکتر محمد تقي په خپله وینا کې د پاکستان پر بهرنۍ تګلارې انتقاد او پر سیمه ییزې همکارۍ یې ټینګار وکړ.

امریکا مېشتی لیکوال، شنونکی او فعال ډاکتر محمد تقي
امریکا مېشتی لیکوال، شنونکی او فعال ډاکتر محمد تقي

ده وویل، د وسله والو فعالیتونه د یوه ماحولیاتي یا چاپېریال نظام یعنې ایکو سېسټم ته ورته وي. ډاکتر محمد تقي وویل، په دې ډول نظام کې ټوله سیمه سختدریځېږي:

((د جهادي ماحولیاتي یا چاپېریال نظام یعنې ایکو سېسټم په اړه چې زه نن خبره کوم هغه داسې دی چې د څلورو کسانو ځانمرګي برید ته د چمتو کولو لپاره باید تاسې د سختدریځو وسله والو یو کلی جوړ کړئ ځکه چې هر کس نه ځي او ځانمرګی نه کوي. په هغو کې پوه خلک هم وي.))

په یو نه یو ډول د دوی ذهن ته دا خبره ورغلې چې یو ۶۹ کلن هېواد کولای شي چې یو ۵۰۰۰ کلن مدنیت او ۳۰۰ کلن هېواد خپل تابع کړي.
ډاکتر محمد تقي

تقي زیاته کړه ((که نتیجې ته ورسو نو [اسلام اباد] د افغانستان په اړه یو لوړتیاپالی یا هېجېمنسټېک ډېزاین یا فکر لري. په یو نه یو ډول د دوی ذهن ته دا خبره ورغلې چې یو ۶۹ کلن هېواد کولای شي چې یو ۵۰۰۰ کلن مدنیت او ۳۰۰ کلن هېواد خپل تابع کړي.))

پاکستان د ویناوالو نظرونو په اړه څه نه دي ویلي خو پر دوشنبه یا ګل (د جون ۱۳مه) د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سېنېټ ته د بهرنیو چارو تګلارې په اړه د معلوماتو ورکولو پر وخت وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د تزویراتي ژورتیا یا سټراټیژیک ډېپت تګلاره پرېښې، د افغانستان سولې بهیر د پیلولو هلې ځلې کوي او د افغانستان سوله یې په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG