د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر: د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې بیا پیلېږي


د خبرو اترو مخکېنی تصویر
د خبرو اترو مخکېنی تصویر

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د مارچ پر دویمه بیا پیلېږي.

دا خبرې اخترې د فرورۍ پر ۲۶مه پیل شوې وې خو بیا د دواړو غاړو د کاري ډلو د خپل منځي سلا مشورو لپاره دوې ورځې درول شوې وې.

په دې مزاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي.

دا پنځم ځل دی چې زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره ګوري، څلور ځله په قطر کې او یو ځل په متحد عربي اماراتو کې سره غږېدلي دي.

د دې پنځم ځل خبرو په اړه تر اوسه له رسنیو سره ډېر څه نه دي شریک شوي خو زلمي خلیلزاد د د فرورۍ پر ۲۸مه پر ټوېټر ولیکل چې په کابل کې د یوه ملي ټیم د جوړولو لپاره پرمختګ شوی دی چې له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۷مه به په کابل کې مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وایي"دا لویه جرګه به پر دې بحث وکړي چې غیر رسمي مذاکرات څرنګه کولی شي چې رسمي مذاکراتو ته لار پرانیزي او د رسمي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.”

امریکایي پلاوي د طالبانو له استازو سره په قطر کې تر روانو خبرو مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د شپږو ورځو په مخه پرله پسې خبرې کړې وې.

هغه وخت زلمي خلیلزاد ویلي وو چې پر دوو موضوعاتو خبرې شوې دي یعني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې به د بهرنیو پرضد تر دې وروسته استفاده نه کېږي.

زلمي خلیلزاد د روانو خبرو په اړه د فرورۍ پر ۲۸مه پر ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره پر څلورو مهمو موضوعاتو خبرې کېږي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

طالبانو په یوه بیان کې بیا هغه دوه پخوانۍ خبرې یادې کړې دي او ویلي یې دي چې له خلیلزاد سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او پر داسې ضمانت خبرې کېږي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو لپاره په امن سیمه نه بدلېږي.

XS
SM
MD
LG