د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالنډ له ایرانه خپل سفیر بیرته وربللی دی


د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک

د هالنډ بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره تر وروستیو شخړو وروسته‌ یې په هغه هېواد کې خپل سفیر بیرته وربللی دی.

تر دې دمخه تهران د هالنډ د سفارت دوه ډیپلوماتان له ایرانه وایستل.

د هالنډ بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک په دوشنبه د خپل هېواد پارلمان ته وویل، تېره میاشت‌ یې په هاګ کې د ایران سفیر ته ویلي ول چې د ډیپلوماتانو ایستل ورته د منلو نه‌ دي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

د هالنډ حکومت په ۲۰۱۸م کال دوه ایراني وګړي په‌ دې تور له خپلې خاورې ایستلي ول چې ګواکې ایران په هالنډ کې د دوو ایراني‌الاصله هالنډیانو په وژنه کې لاس لري، خو ایران دا تور رد کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG