د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له قبایلي ضلعو بهر عدالتونه ولس ته ګټه نه لري'


پراګ ـ د باجوړ ډپټي کمیشنر وایي په هغه ضلعه کې به روانه اونۍ عدالتي نظام کار شورو کړي. د باجوړ په ګډون د ټولو د قبایلي ضلعو قاضیان به د موقتې مودې لپاره له هغو ضلعو بهر په ګاونډۍ ضلعه کې کیني او د قبایلي ضلعو کیسونه به اوروي.

د باجوړ ډپټي کمیشنر عثمان مسود د مارچ په لومړۍ مشال رېډیو ته وویل د نور قبایلي ضلعو په څېر د باجوړ قاضیان به د شپږو میاشتو لپاره د دیر په تېمرګره کې کېني او بیا به باجوړ کې خپل کار شورو کوي.

"د شپږ میاشتو لپاره به جج له قبایلي ضلعې سره په جوختو ضلعو کې کېني بیا به وروسته باجوړ ته راځي."

فاټا په ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې په خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شوه. له دې سره په قبایلو کې له پخوا راهیسې رایج قانون ایف سي ار ختم شو او موقتي قانون نافذ شو خو پېښور هایي کورټ هغه وځنډو. اوس مهال په قبایلو کې هیڅ یو عدالتي نظام نه شته.

د فاټا وکیلانو اتحادیې باني او پخوانی مشرکریم مسود قبایلو ته د عدالتي نظام غځول لوي پرمختګ ګڼي او زیاتوي

"د انضمام (قبایل په خېبر پښتونخوا ورګډولو) وروسته په لومړي ځل یو ښه کار وشو. له دې سره د قانون غلط استعمال لږ تر لږه کم شي."

خو بل قانونپوه او د پښتونخوا د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر اعجاز مومند وایي له قبایلي ضلعو بهر عدالتونه جوړول نه یوازې قبایلو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې جوړوي بلکې په هغو ضلعو کې د وکیلانو ته په بارکونسلونو جوړولو کې هم مشکلات پیدا کوي. هغه وایي په دې لړ کې یې حکومت او ضلعې انتظامیې سره مالومات شریک کړي خو چارواکو جواب نه دی ورکړی.

"خلکو ته ستونزې دي. د دې په ضد په باجوړ کې هغه ورځ احتجاج هم شوی و د قبایلي ضلعو خلکو ته د عدالت لپاره نورو ضلعو ته ورتګ ګران دی. بل د خېبر پښتونخوا حکومت او ضلعي انتظامیې لا هم د وکیلانو او قاضیانو لپاره اسانتیاوې نه دي برابرې کړې. موږ ورسره څو میاشتې مخکې د دې لپاره رابطه کړې وه، خو لا هم یې ځواب نه دی راکړې."

خو د باجوړ ډپټي کمیشنر عثمان مسود وایي دوی هر وخت تیار دي چې قاضیانو او وکیلانو ته په ضلعه کې ټولې لازمي اسانتیاوې ورکړي.

"خلک په ضلعه کې دننه د عدالتونو غوښتنه کوي ځکه چې تګ راتګ ورته اسان وي، موږ د دې لپاره ټول انتظامات هم کړي دي چې ججان هر وخت راځي موږ یې هرکلی کوو."

قبایلي ضلعو د عدالتي نظام لپاره پېښور هایي کورټ ۵۹ جوډیشل افسران نومولي دي. همدا راز خېبر پښتونخوا حکومت په هغو ضلعو کې په عدالتي دفترونو کې د کار کولو لپاره ۹۰۷ څوکۍ د نوو برتیانو لپاره اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG