د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې باران لږ تر لږه پنځه تنه وژلي


په بلوچستان کې واوره
په بلوچستان کې واوره

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي په دته خېلو کانیی روغه منظر خیل کې د باران له کبله د یو کور پرېوتو په پایله کې درې ماشومان وژل شوي.

د چارواکو په وینا په هم دې پېښه کې د کور اووه تنه نور ټپي شوي هم دي. دوي وايي ټپي شوي کسان یې د میرامشاه روغتون ته رسولي دي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان رزمک مکین ، شوال او پر ځینو نورو سیمو د واورو ورېدو له وجې لارې بندې شوي دي.

د وزیرستان اوسیدونکي وایي له تېرو دریو ورځو راهیسي په کورونو کې بند پاتې دي.

د رزمک ځینو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل چې دوي له ستونزو سره مخامخ شوي دي او حکومت دې ورسره د لارو په خلاصولو کې مرسته وکړي.

په کرمه کې هم تېره شپه د بارانونو له وجې د یو کور د چت پریوتو په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د بلوچستان په زیاترو برخو کې د باران او پرغرونو د واورو وریدو لړۍ روانه ده چي له امله په چمن کې د یو کور د نړیدو په پېښه کي یوه ماشومه وژل شوې ده.

د زیاتېواورې له امله د چمن ،زیارت او کاڼ مهترزي لوي سړکونه هم بند شوي دي او پر لارو ګڼ شمېر ګاډي ولاړ دي.

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې له اوږدې مودې وروسته د بارانونو لړۍ پیل شوې ده. دا سیمې وچکالۍ ځپلې دي او د اوبو د کمي مسله ډېره جدي شوې ده.

XS
SM
MD
LG