د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند ته د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس تړلی


په بنګاک کې ګڼ مساپر پر هوايي ډګر بند پاتې دي
په بنګاک کې ګڼ مساپر پر هوايي ډګر بند پاتې دي

پراګ - پاکستان ویلي دي چې له فبرورۍ ۲۸مه یې هند ته د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس تړلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي سروېس د لنډې مودې لپاره تړي.

بیان زیاتوي، د اورګاډي تګ راتګ به د امنیتي وضعې تر ښه کېدو وروسته بیا پیل شي.

هلته د پاکستان د فضايي حریم تړلو تر پرېکړې وروسته په اسیايي ښارونو کې یو شمېر مساپر او سیلانیان بند پاتې دي.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د پاکستان او هند جنګي الوتکو تر نښتو وروسته، اسلام اباد د هېواد د فضايي حریم تړلو اعلان وکړ چې له کبله یې یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو پروازونه فسخه کړل.

تای هوايي شرکت، د اماراتو او قطر هوايي شرکتونو هم له اروپا او یو شمېر نورو سیمو څخه پاکستان ته پروني پروازونه لغوه کړل.

له دې علاوه، اتحاد، فلای دوبۍ، ګلف اېیر، سریلانکايي او کاناډايي هوايي شرکتونو هم هغه هېواد ته پروازونه وځنډول.

په عین وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې هغه پیلوټ وروسپاري چې پوځیانو یې نیولی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د فبرورۍ پر۲۷مه د ابينندن په نوم د هندي پیلوټ ویډیو خپره کړه او پوځ وویل چې یوه هندۍ الوتکه یې ویشتلې ده.

نوي دلي هم د جنګي الوتکې د پرېوتو تصدیق وکړ.

XS
SM
MD
LG