د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سولې په خبرو کې لاهم پرمختګ نه‌ دی شوی'


په قطر کې د سولې په اړه غونډه
په قطر کې د سولې په اړه غونډه

پراګ - په‌ داسې حال کې چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اترو دوهمه ورځ ده یو شمېر پخواني طالب چارواکي او د سولې عالي شورا وايي، لا هم د سولې په خبرو اترو کې مهم پرمختګونه نه‌ دې لیدل کېږي.

د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا د سولې پر بین‌ الافغاني خبرو اترو ټينګار وکړ.

​نوموړي زیاته کړه: "موږ له طالبانو سره د سولې د بین‌ الافغاني مذاکراتو ترسره کول غواړو چې دغه بین‌ الافغاني مذاکرت به د اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره وکړي، تر اوسه په قطر کې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ نه‌ لیدل کېږي، خو راتلونکو ورځو کې به ګورو چې څومره پرمختګ کېږي او موږ هم له طالبانو غوښتنه کوو چې د سولې بین‌ الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي."

دا په‌ داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ پنځم دور خبرې چې د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوي، د فبرورۍ پر ۲۷مه د دوهمې ورځې لپاره هم دوام لري.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د پرونیو خبرو جزیات او پایلې نه‌‌ دي په ډاګه شوي، خو طالبان وايي، دوی خوشبینه دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې طالبان به ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد نه‌ کارول کېږي، یوه توافق ته ورسېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي، هر کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دغلته یو اسلامي دولت جوړ شي بیا نو جګړې ته اړتیا نه‌ شته او سوله به ټینګېږي.​

سهیل شاهین همدا شان ویلي، د سولې په راتلو سره به طالب وسله‌ وال د افغانستان په ملي اردو کې شامل شي.

​د افغان حکومت او سولې عالي شورا هیله دا وه چې په دې ناسته کې به د بین‌ الافغاني خبرو اترو او اوربند په اړه بحثونه وشي، خو د راپورونو پر اساس د تېرې ورځې په خبرو کې یوازې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه‌کارېدلو په اړه خبرې شوې دي.

له بلې‌ خوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د قطر په اوسنۍ ناسته کې ښکاره پرمختګ نه‌ لیدل کېږي، خو په‌ دې ناسته کې د دواړو لورو د باصلاحیته استازو ګډون به وکړای شي چې یو هوکړه ته زمینه برابره کړي.

​نوموړی وايي:​"په قطر کې تر اوسه هغه پرمختګونه چې تمه‌ یې کېده نه‌ دي شوي، خو هیلې یې ډېرې دي چې راتلونکو ورځو کې به پرمختګ وشي، زموږ تحلیل دا دی چې دا ځل دواړو لورو نه داسې خلک راغلي چې هغوی د پرېکړې واک لري."

په وروستیو کې د افغان سولې په هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي، خو هغه څه چې د دغه پروسې د بریالیتوب لپاره مهم بلل کېږي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې دي چې لا نه‌دي پیل شوي.

خو دا ځل په‌ دې خبرو کې د طالبانو د مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر د مسؤل ملا عبدالغني برادر ورګډېدل هغه څه دي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل ته‌يې هیلې ډېرې کړې دي.

امریکا وړاندې ویلي، تر هغه به په هېڅ هوکړه ونه‌ شي، څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې نه‌ وي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG