د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو خبرې پیل شوې


بې بې سي پښتو راپور ورکوي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او د طالبانو د سياسي دفتر استازیو ترمنځ خبرې اترې د فېبرورۍ په ۲۶مه د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوې.

زلمي خلیلزاد د فېبرورۍ په ۲۵مه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له نوي ټاکل شوي مشر ملا عبدالغني برادر سره په لومړي ځل ولیدل. نوموړي پر خپل ټویټر کښلي ول، چې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره یې د غرمې ډوډۍ وخوړله.

دی لیکي په لومړي ځل له هغه سره ویني او اوس خبرو ته تیاری نیسي. تر دې وړاندې نوموړي کښلي چې د طالبانو له استازیو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

هغه په دوشنبه پر ټویټر کښلي چې په دوحه کې به د طالبانو له یوه زیات باصلاحیته پلاوي سره خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد قطر په کوربه توب او پاکستان د سفري اسانتیاو (د ملا برادر) په برابرولو وستایلو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د فېبرورۍ پر ۲۴مه پر ټویټر کښلي ول، د تېر په څېر به شېر محمد عباس ستانکزی د مذاکراتو مشري کوي او د اړتیا په صورت کې به له ملا برادره هدایات اخيستل کېږي. د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ دا د روانو خبرو پنځم پړاو دی.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ ښار کې ونیول شو او تر تېر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان په زندان کې و.

د دوحې په خبرو کې د هغه رول ته د خورا زیات اهمیت په سترګه کتل کېږي، ځکه نوموړی د طالبانو د مشرتابه ځواکمن غړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د دوحې په روانو خبرو کې د ملا برادر ونډه مهمه بولي.

دا ځل هم معلومه نه‌ده چې د قطر خبرې به څو ورځې دوام کوي؟ خو فرانس پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې د کارپوهانو په حواله ویلي، ښایي دا ځل طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېسټه د طالب مشرانو د نومونو پر لیرېکېدو هم ټینګار وکړي او هغه به هم په یو ډول د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره پر دوی د امریکا له لوري د فشارونو دفع کول وي.

په‌دې وروستیو کې طالبانو وویل چې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له وزیراعظم او امریکایي پلاوي سره د دوی د مرکچي پلاوي کتنې ځکه و نه شوې چې د دوی د پلاوي د ډېرو غړیو نومونه د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو په فهرست کې وو.

طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی که له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش و نه‌ ټاکل شي، په خبرو کې د نورو پرمختګونو امکان نه‌شته.

د افغانستان حکومت بیا هیله‌مند دی چې د قطر دا دور خبرې په‌ دې برخه کې چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، مثبتې نتیجې ولري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG