د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته رسېدای شي: داودزی


د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی

داودزي د فبرورۍ پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، طالبان د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو او جوړ جاړي پرته خپلو اساسي غوښتنو ته نه شي رسېدلای.

ده وویل: ​"درې مهمې خبرې دي د طالبانو لپاره چې هغوی یوه یې هم له امریکا سره په خبرو نتیجې ته نه رسېږي، تر څو چې د افغانستان له حکومت سره نتېجې ته ونه رسېږي چې هغه د امریکايي ځواکونو وتل، د زندانیانو خوشې کېدل او له تور لېسته وتل دي، که پر تور لېست تمرکز وکړو، نو هغه به د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پېشنهاد کوي، لکه له حکمتیار سره چې د سولې موافقه نهايي شوه، د افغانستان حکومت پېشنهاد وکړ چې هغوی له تور لېسته وایستل شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۰۱م کال کې په امریکا تر ترهګري حملو وروسته د بندیزونو یو ځانګړی سېستم جوړ کړ چې له نړیوال ترهګرۍ سره تړلي افراد او شبکې تر بندیزونو لاندې کړي.

پر دې اساس، د امنیت شورا په افغانستان کې پر یو شمېر وګړو چې له القاعده او طالبانو سره تړلې ګڼل کېدل، بندیزونه ولګول.

په تور لېست کې شامل شوي مشکوک وګړي سفر نه شي کولای او پانګه یې ګنل کېږي.

خو په ۲۰۱۱م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو نوی پرېکړه لیک صادر کړ چې پر اساس یې طالبان د القاعده له شبکې جلا وګڼل شول.

هغه مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوزان رایس وه.

رایس هغه مهال په یوه بیان کې ویلي وو چې دا طالبانو ته یو واضح پيغام و چې یوازې هغه کسان په افغانستان کې اینده لري چې له القاعده ځان بېلوي، له تشدده لاس اخلي او د افغانستان د اساسي قانون درناوی کوي.

له هغه راهیسې د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه د امنیت شورا د بندیزونو له لېسته لېرې شوي دي.

خو کله چې د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د یو شمېر استازو د کتنې پلان لغوه شو، طالبانو په یوه بیان کې وویل چې دلیل یې د هغوی پر ځینو مشرانو د سفر بندیز و.

د را روانې دوشنبې په ورځ به د طالبانو د مذاکرو پلاوی په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي.

د طالبانو یوه مهم غړي د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د جمعې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې له خلیلزاد سره به د نورو مسئلو ترڅنګ پر خپلو ځینو مشرانو د سفر د بندیز د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد په همدې ورځ پر ټوېټر ولیکل چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې یې د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر د بندیز په اړه خبرې کړې دي.

وسیه او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي.

XS
SM
MD
LG