د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانس کې د القاعدې یو قومندان وژل شوی دی


د فرانسې پوځیان
د فرانسې پوځیان

د فرانس پوځ وایي، هوایي ځواک يې د مالي په ټمبکټو کې په هوایې او ځمکنیو حملو کې د القاعده شبکې یو مشر قوماندان وژلی دی.

پوځي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل، پر دې وژل شوي کس د افریقا په ساحلي سیمه کې د غربي کسانو د تښتولو د پلان جوړولو تور وو او له تېر یو کاله راهیسې یې د هغه لټون کولو.

له القاعده سره د تړاو لرونکي دغه قوماندان نوم یامل اوکاچا وو.

د فرانس دفاع وزارت وایي، هغه د فبرورۍ پر۲۱مه هغه وخت ووژل شو چې کله فرانسوي عسکرو هیلېکاپټرو او ډرون د ټمپکټو په شمال کې پر هغو ګاډو بریدونه وکړ چې دی پکې وو.

د دوی په وینا، اوکاچا په یحیا ابو الحمام پېژندل کېدو او د یو شمېر حملو مرسته کوونکی او جوړونکی وو.

د فرانس دفاع وزیره فلورنس پارلي وایي، د هغه وژنه به په ساحلي سیمه کې ترهګرو ډلو ته سخت تاوان ورسوي.

امریکایي چارواکو هغه په غربي او شمالي افریقا کې د یو شمېر بهرنیانو په تښتولو تورن کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG