د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او بلوچستان کې باران لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، چې پکې باجوړ، اورکزۍ، خیبر، کوهاټ، هنګو شانګله او د بلوچستان لسبېله او خضدار سیمې زیاتې اغېزمنې شوې دي.

د دواړو صوبو چارواکي وايي چې د فرورۍ د ۲۱مې تر ماښامه د تېرو څو ورځو بارانونو لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي دي.

د قبایلي ضلعو لپاره د قدرتي ناورینونو سمبالولو افتونو د انتظام ادارې یو چارواکي عادل ظهور مشال راډیو ته وویل چې دوي د ۱۲ کسانو د مرګ او د ۱۳ د ټپي کېدو خبرونه ترلاسه کړي دي.

ده وویل، ''موږ ته تر اوسه د په مرګ ژوبله کې دا خبرونه دي چې ۱۲ وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي چې پر زیاترو کوټې ور نړېدلې دي. دا پېښې په باجوړ ، اورکزۍ او خیبره ضلعو کې رامنځ ته شوې دي.''

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې پخلی کړی دی چې هلته هم لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي.

دوي وايي وايي چې په بره دير کې شپږ تنه، په کوهاټ کې پينځه، په هنګو کې دوه او په شانګله کې يو تن وژل شوی دی.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې مشر عمران زرکون مشال راډیو ته وویل چې په بلوچستان کې هم زیات بارانونه شوي خو دوې ضلعې یې ډېرې ځپلې دي.

ده زیاته کړه، ''په بلوچستان کې تر ټولو زیات تاوان په لسبېله او خضدار کې رسېدلی دی. هلته سېلاب شاوخوا ۷۰ کسان ګیر کړي وو ، موږ نور وژغورل خو څلور ورک وو او په هغوي کې درې وژل شوي او یو لا هم ورک دی.''

عادل ظهور وویل چې په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې د رسېدلې دي تاوان وجه دا ده چې خلک مناسب احتیاط نه کوي.

د ده په وینا ، خلک باید په مسلسل بارانونو کې په داسې کوټو کې د نه اوسېدو هڅه وکړي چې چاودنو یا درزونه پکې وي.

خو د عمران زرکون بیا وویل چې په بلوچستان کې د مرګ ژوبلې او مالي تاوان لامل بیا هلته د اوبو د قابو کولو لپاره د ډېمونو نیشتوالی دی.

عمران زرکون وویل، ''بلوچستان غرنۍ سیمه ده او چې کله باران وشي نو اوبه په ډېره چټکۍ پر هوارو سیمو ورشي او هلته تاوانونه ورسوي.''

خو د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال علي شاه وايي ، حکومتونو د داسې حالاتو لپاره هغسې ګامونه نه دي پورته کړي لکه څنګه چې په کار دي.

علي شاه وویل چې د حکومتونو د بې غورۍ له کبله په بلوچستان کې له وچ کالۍ سره مخامخ ولس ته باران هم زهمت جوړ شي.

ده وویل، ''دلته ډېمونه داسې نه دي چې د اوبو مخه ونیسي او دا اوبه چې را ووځي نو خلکو ته تاوان پېښ کړي. او بل پلونه او سړکونه په داسې ټیټ معیار جوړ شوي چې په لږ باران هم له منځه ولاړ شي.''

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په زیاتره سیمو او په ځانګړې توګه کوټه او لورالايي کې له کلونو راهسې د وچ کالۍ له کبله د اوبو د کمي مسله ډېره جدي شوې ده.

XS
SM
MD
LG