د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو ښځو لپاره د کار لازم فرصتونه نه دي برابر شوي: مدنې فعالانې


په خوست کې د مدنې فعالانو غوښتنه
په خوست کې د مدنې فعالانو غوښتنه

د خوست یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې افغان حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو په یاد ولایت کې ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

دوی زیاتوي، که څه هم یو شمېر ښځې د پوهنې او روغتیا په برخو کې په کار بوختې دي، خو په نورو حکومتي ادارو کې يې شتون په نشت حسابیږي.

خوستیو ښځینه مدني فعالانو یادې غوښتنې په خپلو خبرو کې مشال راډیو سره شریکې کړې.

دوی وویل، ډېرې داسې ښځې شته، چې د اولادونو د رزونې او کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو مسوولیت لري، خو هغوی نه کوم کسب زده دی او نه يې دندې شته، چې میاشتنۍ معاش واخلي.

مدني فعالې نادیه باوري وویل، په خوست کې د ښځو لپاره کاري زمینې لږې دي او په دې برخه کې دولت او نړیوالې ټولنې پوره پاملرنه نه ده کړې.

دې وايي، د جګړو او نورو ناخوالو دلاسه ډېرې داسې کورنۍ شته، چې ښځې يې د ماشومانو د تربیت او هغوی ته د نفقې پیدا کولو مسوولیت لري، خو کار او کسب نه لري.

په خوست کې که څه هم د لوستو او تحصیل لرونکو ښځو شمېر په ډېریدو دی، خو بیا هم ډیری ښځې یوازې د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې په دندو بوختې دي.

یوه بله خوستۍ مدني فعاله کامله اکبري وايي، د پوهنې او روغتیا له برخو پرته په نورو ادارو کې هم باید حکومت ښځو لپارهد کار وړ شرایط برابر کړي.

مدني فعاله زینب افغان وايي، کچیرې لوستو او تحصیل لرونکو ښځو او نجونو لپاره د کار او دندو زمینې برابرې نه شي، نو زده کړو سره د نورو ښځو او نجونو پر لیوالتیا به منفي اغېز پریباسي.

دې وړاندیز کوي، چې حکومت باید د ښځو پر وړتیا باور وکړي، ځکه د نارینه وو په شان ښځې هم کولی شي چارې په ښه ډول سمبالې او مدیریت کړي.

ډېر کله ښځې هم د نارینه وو په شانخپلې ستونزې په ولایتي شورا کې له ښځینه استازو سره شریکوي او له هغوی د مرستو غوښتنه کوي.

د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي، دوی ته هره ورځ لسګونه ښځې د کار او دندو د پیدا کولو لپاره مراجعه کوي، پدوی کې هغه ښځې او نجونې هم شته چې پوهنتونونه يې لوستي دي.

دې وايي، په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه دوه سلنه هم نه ده.

زهره جلال د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو د پروګرامونو جوړول مهم بولي او وايي، پدې سره ښځې پر ځان بسیا کیدلی شي.

بلخوا د خوست چارواکي وايي، چې ځايي ادارې د حکومتوالی په چارو کې د ښځو د پراخه ګډون لپاره خپل امکانات په کار اچولي.

د والي ویاند طالب منګل وویل، د نویو مامورینو په جذب کې د ښځو ګمارنې ته لومړیتوب ورکړل شوی او د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو لپاره هم پوره هڅې شوي دي.

د خوست د والي ویاند زیاتوي، دا چې یوازې د پوهنې او روغتیا سکټورونه د ټولو لوستو او مسلکي ښځو د جذب ظرفیت نه لري، نو ښځې کولی شي، نورو ادارو کې هم کار کولو لپاره درخواستۍ ورکړي.

XS
SM
MD
LG