د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي فعالان: افغانان دې د شته ناخوالو د ختمولو لپاره یوموټي شي


خوستي فعلان وايي افغانان دې د شته ناخوالو د ختمولو لپاره یو موټي شي.
خوستي فعلان وايي افغانان دې د شته ناخوالو د ختمولو لپاره یو موټي شي.

په خوست کې د سیاسي ګوندونو غړي او د مدني ټولنو فعالان وايي، کچیرې پدې هېواد کې سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خپلواک شخصیتونه د ملي مسایلو په باب یو ګډ دریځ غوره کړي، نو کولی شي د افغانستان اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.

دوی چې نن د پنجشنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو په ګډه ناسته کې راټول شوي ول، ویل چې افغانانو سره د دې مسالې پاب د نړۍ سوله دوسته قوتونه او ګاونډي ملکونه ګډ کار وکړي.

د دوی په وینا که په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي، له زیان څخه يې ګاونډیان او د نړۍ طاقتونههم خوندي نه پاتې کیږي.

په خوست کې د سولې غورځنګ ګوند ولایتي مشر عزیزالله ځلاند مشال راډیو ته وویل، په افغانستان کې د دې ټولو اړخونو له همکارۍ پرته پایښت لرونکې سوله نشي راتلی.

نوموړی زیاتوي:

((افغانان، سوله دوسته قوتونه، ګاونډي ملکونه او لیرې قوتونه که دا په ګډه کار ونکړي دلته که د جګړې اور مړ هم شي، موقتي به وي پایداره سوله به تامین نشي، د څو ورځې اوربند وروسته به د جګړې اور بیا ګرمیږي او لکه څرنګه چې افغانان په کې وسوځیدل، همداسې به ګاونډي ملکونه او لیرې طاقتونه هم په کې سوځي.))

​د امید سبا د ګوند یو تن غړی فریدالله قربان هم وايي، چې په افغانستان د موجودو ستونزو ښه لاره داده چې ټول سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او مستقل شخصیتونه د خپل هېواد د امنیت او ټيکاو په اړه یو ګډ دريځ غوره کړي.

ښاغلي قربان وړاندې وویل:

((په افغانستان کې د شته سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل وروستۍ لاره داده چې دلته ټول سیاسي ګوندونه او هغه شخصیتونه چې مستقل دي خو په سیاسي مسایلو کې ډېر فعال دي کچیرې دوی یو شریک دریځ سره غوره کړي، بیا کولی شو، یو معقول مقابل واوسو، خو شرط يې دادی چې په اول ګام کې یو دریځ خپل کړو.))

د ملي یووالي ګوند ولایتي مسوول محمدنواز تکړه وايي، چې سیاسي ګوندونه او مدني خوځښتونه دې خپلو مشترکاتو په کتو د ولس په یووالي کار وکړي:

((شته سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې باید په متحدانه ډول هغه نقاط چې د دوی شریک دي، لکه د افغانستان امنیت، ټیکاو او استقلال دې لپاره باید په ډېر اخلاص په تعهد سره یو موټی شي، تر څو دوی ولس یو لاس کړي او د ټولو ناخوالو په مقابل کې د مقاومت توان پیدا کړي.))

د سمون اسلامي شورا مشر میرناګل تڼیوال وايي، چې ټول افغانان د یو ګډ هېواد اوسیدونکي دي او د ستونزو د حلولو لاره داده چې دلته د یو بل پر وړاندې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي او یو بل ته درناوي وکړي.

ښاغلي تڼیوال وویل:

((حوصله باید وکړو، زغم باید ولرو، یو بل سره قبول کړو او د یو بل احترام وکړو، بله چارنه نلرو، افغانان یو، د افغانستان په مشترکه جغرافیه کې ژوند کوو، نو حل لاره داده چې ستونزې په ګډه سره حل کړو.))

که څه هم په خوست کې د سیاسي ګوندونو غړو او مدني فعالانو په افغانستان کې د روانو ناخوالو په باب انديښنه څرګنده کړې،خو بلخواد امریکا دفاع وزیرهند ته د خپل وروستي سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي، چې اوس په افغانستان کې سولې ته تر بل هر وخت هیلې ډېرې شوي دي.

ده که څه هم طالبانو سره د امریکا نیغ په نیغه خبرې ندي منلي، خو ویلي يې دي چې پدې برخه کې ځیني چیلنونه په کار بوخت دي.

XS
SM
MD
LG