د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیریان وايي ځورونه دې یې بنده شي


هندي سرتیري د نشه شوي ګاډي ترڅنګ ولاړ دي
هندي سرتیري د نشه شوي ګاډي ترڅنګ ولاړ دي

پراګ ـ د هند په بېلا بيلو رياستونو کې د کشميريانو د ځورونو پرضد د فبرورۍ پر ۱۷مه، د هند انتظام لاندې کشمير زياتره بازارونه د احتجاج په توګه تړل شوي ول.

ټايمز اف انډیا او دي کشمير والا ويبپاڼو ليکلي چې د هند تر انتظام لاندې کشمير پلازمينه سرينګر او د جمو او کشمير په نورو سيمو کې د هړتال غږ د سوادګرو اتحاديې او د ټرانسپورټرانو سازمان کړی وو.

د فبرورۍ پر ۱۴مه نېټه د کشمير پلوامه ضلع کې د هند پر امنیتي عسکرو تر ځانمرګي بريد وروسته، د هند په مختلفو رياستونو کې پارېدلو کسانو مظاهرې کړې دي او پر دې مهال يې کشميريان ځورولي دي.

دا هړتال د هم دغو ځورونو پرضد اعلان شوی وو.

پارېدلي کسان زموږ د هاسټل مخې ته راغونډ شول او د حملې هڅه يې وکړه.
د اتراکنډ د دهرادون ډالفن کالج يوه زده کونکې شازيه حميد

ځانمرګی بريد يو شل کلن کشميري ځوان کړی وو چې ذمه واري يې پاکستان مېشت وسله وال تنظيم جیش محمد منلې وه.

په حمله کې ۴۴ سرتېري وژل شوي وو.

ځینو کشميريانو د فبرورۍ پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وويل چې د هند په مختلفو رياستونو کې سخت دريځو هندو تنظيمونو پلويانو پر دوی حملې کړې دي.

د بريدونو پیل د جمو له سيمې شوی خو وروسته په هريانه او اتراکنډ کې هم پارېدلو کسانو حملې کړې دي.

د اتراکنډ د دهرادون ډالفن کالج يوې زده کوونکې شازيه حميد مشال راډیو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۶ مه پارېدلي کسان د دوی د هاسټل يا ليليې مخې ته ورغونډ شول او د حملې هڅه يې وکړه.

هغې وویل چې پر دې مهال دوی شاوخوا شل کشميري نجونه په هاسټل کې وې چې وروسته پوليس او د کالج انتظاميه ورغلل او دوی یې خوندي کړل.

هغې زياته کړه:

"پارېدلو کسانو پر موږ تور و لګاوه چې موږ د هند خلاف نعرې وهو خو دا بلکل غلطه خبره ده، موږ هېڅ نه دي کړي."

په ټول هند کې د کشميريانو د ځورولو پاليسي روانه ده نو د دې به خامخا برعکس نتيجه ووځي.
خبریاله او ناول لیکونکې نعیمه احمد مهجور

نعيمه احمد مهجور، خبرياله، ناول ليکونکې او د کشمير لپاره د ښځو د حکومتي کمیشن پخوانۍ مشره ده.

نوموړې وویل، تر ځانمرګي بريد وروسته د جمو سيمه کې پر کشميريو کارکوونکو حملې شوې او د هغو کورونه او ګاډي سوځل شوې دي.

هغه وايي، له کشميره دباندې د هند په نورو رياستونو کې د کشميريانو د ځورولو پالیسي به خطرناکه پايلي ولري.

نعيمې احمد مهجور زياته کړه:

"په ټول هند کې د کشميريانو د ځورولو پاليسي روانه ده نو د دې به خامخا برعکس نتيجه ووځي. اوس به کشميريان فکر کوي چې د خپلو حقونو لپاره چې څه کوو هغه ښه کوو ځکه که د هند په نورو رياستونو کې موږ نه برداشت کېږو بيا خو پکار ده کشمير ته ولاړو شو که بيا هلته پخپله مرو او که نور وژنو. زما په فکر پکار ده د هند حکومت د ټکراو دغه پالېسي نوره پرېږدي."

د کشميريانو د ځورولو د راپورونو تر خپرېدو وروسته پر ټولنيزو رسنيو ټويټر او فېسبوک فعاله يو شمېر کسانو له کشميريانو سره خواخوږي و ښودله او هغو ته يې په خپلو کورونو کې د سر پناه بلنې ورکړې.

رويټرز خبري اژانس ليکي، کشميريو سياسي مشرانو پر مرکزي حکومت غږ کړی چې د هېواد په مختلفو برخو کې مېشت کشميريانو تحفظ دې یقيني کړي.

د هند خبري اژانس اې اين ای ليکلي چې مرکزي حکومت ټولو رياستونو ته حکم کړی چې کشميريانو ته دې تحفظ ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG