تهران ـ د ایران د پارلېمان سپیکر د فبرورۍ پر ۱۷مه ویلي چې د دغه هیواد پر اسلامي انقلابي ګارډ ترسره شوی وروستی برید په پاکستان کې طرحه شوی وو.
دا برید چې د ایران په سیستان بلوچستان کې د انقلابي ګارډ پر سرتېرو ترسره شوی وو پکې ۲۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو.
ایرنا خبري اژانس د ایران د پارلېمان د سپیکر علي لاریجاني له خولې ویلي، پاکستان باید په دې برید کې د ښکېلتیا په اړه خپل ځواب ووايي.
دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې هم مهاله په تهران کې د اسلام اباد سفیر د فبرورۍ پر ۱۷مه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت دفتر ته احضار کړل شوی وو او ورته احتجاج ثبت کړل شوی دی.
اسلام اباد په سیستان بلوچستان کې تر سره شوې حمله غندلې وه خو د ایراني چارواکو د تازه څرګندونو په اړه یې تر اوڅه څه نه دي ویلي.
د یادې حملې ذمه واري جیش العدل په نوم یوې سني بیلتون پالې ډلې قبوله کړې وه.
سیستان بلوچستان د ایران نارامه سیمه ده چې د افغانستان او پاکستان سره پولې لري او هلته د وسله والو ډلو ترڅنګ د مخدره موادو قاچاقبر هم فعاله دي.