د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وليعهد د سفر پر مهال به د اربونو ډالرو لوظنامې لاسليک شي: فواد چودري


د وليعهد محمد بن سلمان د سفر لپاره په اسلام اباد کې تیاریانې.
د وليعهد محمد بن سلمان د سفر لپاره په اسلام اباد کې تیاریانې.

پراګ - د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان سبا [د فبرورۍ پر ۱۷مه] په دوه ورځنۍ دوره اسلام اباد ته روان دی او نوموړی به د خپل سفر پرمهال پر وزير اعظم عمران خان سربېره له نورو لوړ رتبه حکومتي او پوځي مشرانو سره ويني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، له شهزاده محمد بن سلمان سره يو شمېر لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته را روان دی او د نوموړي د سفر پر مهال به د دواړو هېوادو ترمنځ د مفاهمت اته یاداشتونه لاسليک کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري د فبرورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل، د شهزاده محمد بن سلمان د سفر پر مهال چې کومې لوظنامې لاسليک کېږي نو پر هغو عملدرامد او معاملات په ښه شان پرمخ بېولو لپاره یو سپريم کوارډينېشن کونسل جوړ کړل شوی دی چې د یو خوا مشري به محمد بن سلمان او د بلې خوا مشري به وزيراعظم عمران خان کوي.

د نوموړي وينا وه چې پر دې مهال به د اربونو ډالرو لوظنامې لاسليک کېږي. نوموړي زياته کړه "یوازې د سعودي عرب لخوا چې په موجوده وخت کې څومره پانګونه په پاکستان کې کېږي نو هغه په تېرو ۱۰ کلونو کې تر شوې سرمایه کارۍ زياته ده. بله دا چې په سعودي عرب کې دوه نوي ښارونه جوړېدونکي دي نو زموږ هڅه ده چې زيات څخه زيات پاکستانيانو ته په هغې کې نوکریانې ورکړل شي."

بلخوا پاکستاني مطبوعات وايي، د محمد بن سلمان سفر پر مهال له سعودي عرب سره له ۱۵ تر ۲۰ اربه ډالرو د توانايي او معدنياتو په څانګو کې د لوظنامې لاسليک کولو امکان دی.

​د سعودي عرب د تيلو او انرژۍ وزير خالد بن عبد العزيز د جنورۍ پر۱۲ويلي و چې محمد بن سلمان به په ګوادر کې د تيلو پاکولو کارخانې ځای ګوري او رياض به په دې برخه کې د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو پانګونه کوي.

د پاکستان حکومت وايي، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د سفر لپاره یې اقدامات کړي دي او د امنیت په موخه يې په راولپينډۍ او اسلام اباد کې امنيتي پوستې جوړې کړي او سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG