د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په امريکا کې د بېړني حالت سند لاسلیک کړ


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون [د فبرورۍ پر ۱۵مه] په رسمي توګه په دې هېواد کې د بېړني حالت نافذولو سند لاسلیک کړ.

د بېړني حالت د اعلان په سند کې لیکل شوي چې د امریکا په جنوبي سرحد کې امنیتي او بشري بحران روان دی چې د امریکا ملي امنیت يې له خطر سره مخامخ کړی او په ملي کچه يې بېړنی حالت ېې پېښ کړی دی.

ډونلد ټرمپ د دې لپاره چې له مکسیکو سره پر ګډه پوله دېوال جوړ کړي، بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د بېړني حالت له اعلان سره ډونلد ټرمپ احتیاج نه لري چې د کانګرس مرستې ته انتظار وباسي بلکې د دې صلاحیت پيدا کوي چې د دېوال جوړولو لپاره له نورو ادارو پيسې ترلاسه او مصرف کړي.

کانګرېس د مکسیکو له پولې سره د امنیتي دېوال جوړولو لپاره منلې چې یو اعشاریه څلور اربه ډالر ولسمشر ته ورکړي، خو ولسمشر ټرمپ د خپل دې پلان لپاره له کانګرېسه پنځه اعشاریه اووه اربه ډالر غوښتي وو.

ټرمپ په ۲۰۱۶م کال کې د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې وه چې د ولسمشر جوړېدو په صورت کې به د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله کانکرېټي دېوال جوړ کړي.

ټرمپ هغه مهال دا ژمنه هم کړې وه چې د دېوال پېسې به له مکسیکو اخلي.

ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا ته د غېر قانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د دېوال جوړولو ضروري دی.

ټرمپ پرون د سپینې ماڼۍ په باغچه کې په ځانګړې غونډه کې وویل:

“موږ به نن د ملي بېړني حالت اسناد لاسلیک کړو چې ډېر ښه کار دی، ځکه چې موږ د مخدره موادو، وسله والو ډلو، د وګړو له لوري له اشغال سره مخامخ یو او دا د منلو وړ نه دي."

په بېړني حالت کې به ټرمپ له نورو مالیاتي سرچینو ګټه پورته کوي او کولای شي چې د دېوال جوړولو پلان ته اته اربه ډالر را غونډ کړي.

د ټرمپ د خبرو په اړه ډيموکراتانو او یو شمېر جمهوري غوښتونکو شدید مخالفت څرګند کړی دی.

په کانګرېس کې د استازو جرګې مشرې نېنسي پيلوسي او په سېنېټ کې د ډيموکراتانو مشر چک شومر په دې اړه پرون په يو ګډ بيان کې ويلي چې د ملي اضطراري حالت اعلان غېر قانوني کار او له قدرت او د ولسمشر له صلاحیته ډېره ناوړه استفاده ده.

د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لیتیتا جېمز پرون په یوه بیان کې وویل چې د مشروع دلیل د نيشتوالي په صورت کې د بېړني حالت اعلان کولای شي چې د اساسي قانون په تړاو یو بحراني وضعیت رامنځته کړي.

هغې په بیان کې ویلي چې د ډونلد ټرمپ د پرېکړې پر ضد به په عدالت کې مقدمه وکړي.

“موږ به له واکه د داسې ناوړه استفادې سېل ته نه کېنو، پرضد به یې مبارزه وکړو او له هغې قانوني وسيلې به کار واخلو چې زموږ په اختیار کې ده."

د سپینې ماڼۍ په وینا، ډونلد ټرمپ غواړي چې د دېوال جوړولو لپاره د دفاع او خزانې وزارتونو پېسې را غونډې کړې او له هغو ادارو سره کار نه لري چې په امریکا کې د بحرانونو لپاره پيسې سپموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG