د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو پر انقلاب ساتونکي ځواک د برید په اړه د ایران بیان پاروونکی وباله


پامپېو له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال
پامپېو له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د ایران هغې دعوې پاروونکې بللې او رد کړې دي چې ویلي یې ول چې واشنګټن او سیمه ییز ملګري یې پر انقلاب ساتونکو ځواکونو د ځانمرګي برید لپاره پړه دي.

د فبرورۍ پر ۱۳مه په سیستان بلوچستان کې د انقلاب ساتونکي ځواک پر ګاډي په برید کې ۲۷ سرتېري وژل شوي ول.

سني بېلتونپالې ډلې جیش العدل د هغې حملې ذمه واري منلې خو د فبرورۍ پر ۱۴مه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټوېټر په یوه بیان کې هڅه وکړه چې د پولینډ په مرکز وارسا کې د منځني ختیځ په اړه یوه نړیواله غونډه له برید سره وتړي.

پامپېو او د هغه پولینډي سیال یاڅېک چاپوتووېچ د یادې غونډه کوربانه ول چې پکې د لسګونه هېوادونو استازو د منځني ختیځ پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې.

تر دې غونډې وروسته پامپیو ماښام مهال د مشال راډیو له ایرانۍ څانګې سره په مرکه کې پر ایرانیو پوځیانو په خونړي برید کې له لاس لرلو انکار وکړ او ویې ویل چې اروپايي هېوادونه باید له ظریفه د دې پاروونکي بیان سپیناوی وکړي:

"زه د هغو هېوادونو له استازو غواړم چې د [ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد] ظریف سره د لیدو پر وخت ورڅخه وپوښتي چې ولې یې دا پاروونکې خبره کړې؟ کله کله هغه ځان منځلاری ښيي خو دا منځلاریتوب نه دی چې اسراییلیان یا امریکایان په وژنو تورن کړي. زما په اند، دا [ډول بیانونه] څرګندوي چې جواد ظریف او ولسمشر حسن روحاني په ایران کې د موجودو نورو انقلابیانو په څېر دي."

ظریف د فبرورۍ له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې په میونښ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي او ټاکل شوې چې له یو شمېر اروپايي چارواکو سره وویني.

د میونښ نړیوال امنیتي کنفرانس هر کال په فبرورۍ کې جوړېږي چې پکې دا ځل د اقلیم پر بدلون او امنیت خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG