د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سوپر لیګ نن پیلېږي


د پېښور زلمي لوبدله د ۲۰۱۷م کال تر اتلولۍ ګټلې وروسته
د پېښور زلمي لوبدله د ۲۰۱۷م کال تر اتلولۍ ګټلې وروسته

پراګ - د پاکستان د تجارتي کرکټ ټورنامنټ « پاکستان سپرلیګ » لوبې د فبرورۍ پر ۱۴مه په متحده عربي اماراتو کې پېلږي.

لومړۍ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز ترمنځ ده چې د شپې پر څه کم ۱۱بجې بیلیږي.

په دې ټورنامنټ کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ ټولې ۳۴ لوبې ترسره کېږي.

په دې لوبډلو کې پېښور زلمي، کویټه ګلېډیېټرز، اسلام اباد یونایټیډ، کراچي کنګز، لاهور قلندرز او ملتان سلطان شامل دي.

په دې شل اوریزو لوبو کې د پاکستان ترڅنګ یو شمېر نور نومیالي نړیوال لوبغاړي هم برخه اخلي.

دا کال به د شپږو لوبډلو ترمنځ ۳۴ لوبې ترسره کېږي چې اته لوبې به په پاکستان کې کېږي.

د پاکستان سپر لیګ پر ویب پاڼه د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، په دې اتوو لوبو کې به پنځه په کراچۍ او درې په لاهور کې ترسره کېږي.

د ټورنامنټ د پای لوبه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه په کراچۍ کې وي.

د پاکستان کرکټ بورډ «پي ایس ایل» په ۲۰۱۵م کال کې پیل کړی وو او دا یې څلورم ځل دی.

پاکستان سپر لیګ د نړۍ مشهورو تجارتي ټورنامنټونو ته په کتو پيل شوی چې هدف یې کرکټ ته وده ورکول او نوي ځوان او وړتیا لرونکي لوبغاړي موندل دي.

XS
SM
MD
LG