د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ سوپر لیګ پایلوبه به په لاهور کې کېږي


د کرکټ وتلی لوبغاړی شاهد اپرېدی
د کرکټ وتلی لوبغاړی شاهد اپرېدی

د پاکستان سوپر ليګ چيئرمېن نجم سېټي وايي چې د سپر ليګ مقابلو فاينل ميچ به په پنځم مارچ په لاهور کې کېږي.

تيره ورځ د پاکستان سپر ليګ فاينل مېچ په اړه د ټيمونو د مالکانو پي اېس اېل مشر نجم سېټي تر مينځه ملاقات شوی دی.

پر دې مهال ټولې غاړې سلا شوې چې سپر ليګ ۲۰۱۷ م پایلوبه به په لاهور کې کېږي، چې دا به په پاکستان کې د نړیوال کرکټ بيا بحالولو پیلامه وي۔

تر لیدنې وروسته د پي اېس اېل مشر نجم سېټي پر خپل ټویټر کښلي چې د پاکستان وزير اعظم، سرلښکر او د څلور واړو صوبو اعلا وزيرانو ته په لاهور کې د لوبې کتلو بلنه ورکوو۔

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ مشر هم په خپل يو بيان کې اعلان کړی وو چې په لاهور کې د کرکټ پایلوبې لپاره به هر قسمه امنيتي ګامونه پورته کوي۔

بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهريار خان هم ويلي وو چې ټولو لوبغاړو ته به د اعلی چارواکو په شان امنیت ورکول کېږي.

بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ مطبوعاتو ډايرېکټر او وياند امجد حسېن مشال رېډيو ته وويل چې د فاينل لوبې لپاره د هغوی تياريانې روانې دي۔

(له ډېرې مودې راهسې په لويه کچه دلته لوبه نه ده شوې نو موږ په سټېډيېم کې د خلکو او مطبوعاتو لپاره د ځای زياتولو انتظامات کړي۔ د پاکستان ولس د دې مېچ لپاره خوشاله دي. له دې سره به نړيوال کرکټ يو ځل بيا دلته بحال شي ځکه چې په دې کې قامي او د نورو ملکونو لوبغاړي برخه اخلي نو په دې لحاظ سره تر دې لوبې وروسته به د کرکټ ویجاړ مېدانونه يو ځل بيا ودان شي.)

روان کال د پي اېس ايل مېچونه پېل کېدو نه مخکې د انتظاميي لخوا دا اعلان شوی وو چې د پي اېس اېل فاينل به په لاهور کې کېږي۔ خو په تېرو څو ورځو کې د پاکستان په ټولو صوبو کې د ترهګرۍ پرله پسې پېښو د کرکټ پایلوبې په اړه اندېښنې راپېدا شوې وې۔

د ايشيا ملکونو سپورټس خبريالانو جنرل سېکرېټري او خبريال امجد عزيز ملک د پاکستان کرکټ بورډ او انتطامېي دا فيصله ستايلې ده۔

د ده په وېنا چي پاکستان له وړاندې يو پر امنه ملک دی خو که د نورو ملکونو لوبغاړي دلته راتلل نه غواړي نو د پاکستان خپل لوبغاړي هم د دې مېچ لپاره ډېر دي ځکه چې د پاکستان ولس دا وخت د ساعتېري او خوشالۍ موقعې غواړي۔

(د پي اېس ايل ټول مېچونه په پاکستان کې کول پکار وو. په پېښور، کراچۍ او لاهور کې پکار ول۔ د امنيت چې کوم حالات دي دا خو له تېرو ديارلسو څوارلسو کلونو هم داسې دي۔ نو زما په خيال پاکستان کرکټ بورډ دا ډېره ښه فيصله کړې که انټرنېشنل لوبغاړي پاکستان ته راتلل نه غواړي نو نه دې راځي لږ تر لږه زموږ خلک خو به فاينل په لاهور کې وویني او په ټول هېواد کې به د ساعتېري موقع وي او زه ګورم چې خلک ورته ډېر خوشاله دي۔))

د پاکستان سپر ليګ مېچونه د فرورۍ ۹ نېټه شوي ول چې پکې تر اوسه پورې څوارلس مېچونه شوي۔ دا مهال د کويټه ګلاډیېټر له ۷ پواينټسو سره لومړی، لاهور او اسلام اباد ۶ له پواينټسو پر دویم او درېم، پېښور زلمي له ۵ پواينټسو سره پر څلورم او د کراچۍ ټيم له ۴ پواينټسو سره په پنځم نمبر دی۔

XS
SM
MD
LG