د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور او رسالپور کې د هندوانو مندرونه بیا پرانېستل کېږي


تر دې وړاندې په پېښور کې د سیکانو ګوردواره هم یو وارې بیا پرانېستل شوې وه.

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، دوه مندرونه چې کلونه وشول تړل شوي وو، اوس یې خلاصوي او واک به یې هندوانو ته سپاري.

په دغو کې یو د پېښور پنج تیرت مندر او بل د رسالپور ارین مندر دی. پنج تیرت مندر د تېرو ۷۲ کالو راهیسې بند دی او ارین مندر کې د تېرو ۲۵ کالو راهیسې د نجونو سرکاري پرایمري سکول وو، خو اوس صوبایي حکومت وایي چې دغه سکول بلې ودانۍ ته انتقالوي او مندر د رسالپور هندو لږکیو ته ورکوي.

د تعلیم وزیر ضیالله د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د صوبې د تعلیم محکمې دغه مندر د رسالپور هندو لږکیو ته د سپارلو هدایات جاري کړي دي.

"د تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړو یو خواست کړی وو، چې د رسالپور مندر دې هندوانو ته وسپارل شي، موږ د هغوی درخواست منظور کړ او دغه مندر مو بېرته هغوی ته ورکړ."

صوبایي حکومت وایي دوی به په راروانه یوه میاشت کې دننه د نجونو لپاره د بل سرکاري سکول وداني ولټوي او له دغې وروسته به د مندر چارې د هندو لږکیو مشرانو ته وسپاري.

د نوښار د دغه مندر یو مشر پنډت اشوک مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت د دغې فېصلې هرکلی وکړ:

"دا ډېر زوړ مندر دی، څنګه چې ستاسو ماشومان په جومات کې سېپارې وایي، دغه شان دلته درمشال وو، د هندوانو ماشومانو به دلته خپلې مذهبې زده کړې کولې، اوس موږ ډېر خوشاله یو، دا به موږ لومړی پاکوو، په اوبو به يې وینځو بیا به یې خپلو مذهبي رسوماتو او عبادت له پرانېزو."

د رسالپور د مندر تر څنګ حکومت د پېښور چاچا یونس پارک کې د پنج تیرت مندر د پرانستلو فېصله هم کړې ده. د دغه سیمې د راجپوت هندوانو یو مشر چودري موهن لال وایي، دې فېصلې ته یې په کلونو انتظار کړی دی:

"دا ۵۰۰۰ کاله پخوانی مندر دی او د پاکستان له جوړېدو راهېسې بند دی، موږ سره دلته مندر نه وو، ډېر به خپه وو، اوس حکومت وایي په راروانو دوو میاشتو کې درته پرانېزو نو موږ ټول ډېر خوشاله یو."

د خیبر پښتونخوا د تعلیم صوبایي وزیر ضیالله بنګش دا هم وویل چې په صوبه کې څومره د مذهبي اقلیتونو د عبادت ځایونه بند دي او یا پکې سرکاري سکولونه دي دغه ټول به د سیمې اقلیتونو ته ورسپاري.

دې نه وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې د تحریک انصاف صوبایي حکومت د پېښور د هشتنغرۍ په جوګې محله کې یوه ګوردواره سیکانو ته سپارلې وه.

دغه ګوردواره۷۰ کاله بنده وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG