د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت اقلیتي مذهبي مشرانو ته هم وظیفې ورکوي


د خیبر پښتونخواحکومت په ټوله صوبه کې د جوماتونو غوندې د اقلیتونو په عبادت ځایونو کې هم د هغوي مذهبي مشرانو ته د وظیفو ورکولو منظوري ورکړې ده.

دا خبره د چارشنبې په مازیګر د وزیر اعلی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې د وزیر اعلي پرویزخټک په مشرۍ کې د صوبايي کابینې په غونډه کې د نورو منصوبو تر څنګ د جوماتو د امامانو په رنګ د اقلیتونو د عبادت ځایونو مشرانو ته هم د میاشتنۍوظیفې ورکولو منظوري ورکړل شوه.

خبرپاڼه لیکي چې په خیبر پښتونخوا کې د اقلیت ټول دوه سوه درې نوي مذهبي ځایونو دي چې د کال به پرې یو سل څلوېښت میلیونه روپۍ خرڅ راځي.

د مذهبي لږکیو مشرانو ویلي ، حکومت باید د دې لپاره قانون سازي وکړي چې دا یوازې اعلان پاته نشي بلکې عملي هم شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG