د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د پي ټي اېم د نیول شوو غړو ضمانت منظور شو


په کوټه کې د پي ټي اېم خوشي کړل شوي غړي
په کوټه کې د پي ټي اېم خوشي کړل شوي غړي

پراګ - په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوو شپږو غړو ضمانت نن [د فبرورۍ پر نهمه] منظور شوی دی.

د دې کسانو وکیل اېډوکېټ حبیب الله ناصر نن مشال راډیو ته وویل چې د هر یوه کس د خوشي کولو لپاره یو یو لک روپۍ ضمانت جمع شوی دی.

د غورځنګ دغه غړي د جنوري په پای کې په لورلايي کې پر پوليس مرکز تر بريد وروسته په کوټه ښار کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال نيول شوي ول.

په کوټه کې د پي ټي اېم خوشي کړل شوي غړي په احتجاجي کېمپ کې
په کوټه کې د پي ټي اېم خوشي کړل شوي غړي په احتجاجي کېمپ کې

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حسېن اغا ایډوکیټ د فبرورۍ د اتمې له ماسپښین څخه د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی.

حسین اغا ایډوکیټ تر هړتال پیلولو وروسته مشال راډیو ته وویل ، حکومت به خامخا په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي خوشي کوي

"زه د نه خوړلو پر هړتال ناست یم.، زما قیدي ملګري به راځي او په ما به شربت څښي نو هله به هړتال ختموم ګنې دوام به لري."

حسېن اغا ایډوکیټ دا غوښتنې هم کوي چې د ارمان لوڼي د وژنې ایف آی ار دې درج شي او هم داسې دې پر منظور پښتین ، علي وزیر او محسن داوړ دې بلوچستان ته پر تګ بندیز ختم کړل شي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاوالله لانګو مشال راډیو ته وویل د ارمان لوڼي د وژنې د پلټنو امر یې کړی دی او که څوک ذمه وار ثابت شول نو له سزا سره به مخامخیږي.

XS
SM
MD
LG