د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: حسېن اغا اډوکېټ د نه خوړلو هړتال پیل کړ


حسېن اغا اډوکېټ له منظور پښتین سره
حسېن اغا اډوکېټ له منظور پښتین سره

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مدني فعال حسین اغا ایډوکیټ د فرورۍ پر ۸ مه ماسپښین د پریس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی. نوموړي ویلاحتجاج پیل کړی دی.

حسین اغا ایډوکیټ وايي تر هغه وخته به خوراک نه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي نه وي خوشي شوي.

نوموړي د هړتال تر پیلولو وروسته مشال راډیو ته وویل ، “زه پر بهوک هړتال ناست یم ، زما قیدي ملګري به مې راځي او په ما به شربت څښي نو هله به هړتال ختموم ګني دوام به لري.”

ده زیاته کړه چې “ د شهید ارمان لوڼي د ایف اي ار خبره کوو ، چې باید درج شي او حکومت چې پر منظور پښتین ، علي وزیر او محسن داوړ بلوچستان ته پر ورتګ کوم بندیز لګولی دی ، دغه نوټیفیکیشن دی سمدستي بیرته واخلي”.

حسین اغا ایډوکیټ زیاته کړه چې تراوسه حکومت یوازې په بلوچستان کې د دوي ۶ ملګري بندي کړي دي او د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو کې يي د پښتون ژغورنې غورځنګد شلګونو فعالانو پر ضد مقدمې درج کړي دي.

ده وویل چې دوي له ریاسته انصاف غواړي.

نوموړي زیاته کړه ، “ د ارمان لوڼي د وژنې پرضد چې مظاهرې راووتې نو پولیسو په پښین کې زموږ د ۲۵ ملګرو او په چمن کې د ۱۵ ملګرو پرضد مقدمې درج کړې دي. هم داسې یې په ږوب کې د یو شمیر ملګرو پرضد مقدمې درج کړې دي.

حسین اغا ایډوکیټ وویل چې په کوټه کې نیول شوي د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ کسان یې د فرورۍ پر اتمه زندان ته لېږلي دي.

د بلوچستان حکومت وايي هغه چاته به د هلو ځلو اجازه ورنکړي چې خلک د ریاست پرضد راپاروي او د ارمان لوڼي پر مرګ سیاست کوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو د فرورۍ په اتم ماښام په دې اړه مشال راډیو ته وویل دی په دې نه دی خبر چې د پښتون ژغورنې غړي نیول شوي دي.

ضیا الله لانګو وویل ، “ حکومت د ارمان لوڼي د وژنې معامله ډیره جدي اخستې وه خو د هغې خپلې کورنۍ د پوسټ مارټم اجازه ورنکړه. ما ویل چې پوسټ مارټم وکړئ ، چې څه هم محرکات وي ، او څوک هم قصور وار وي ، موږ به يي خپل انجام ته وروسوو. په دغه اړه مو یوه کمیټي هم جوړه کړی ده ، او پوسټ مارټم هم روان دی”.

نوموړي زیاته کړه چې د پولیسو خپل دریځ دی او د عیني شاهدینو او لوڼي د کورنۍ خپل خپل دریځونه دي ، نتیجې به يي راشي.

د ده په وینا “ که پولیس په کې قصور وار وو سزا به ورته ورکول کیږي او که پولیس قصور وار نه وي نو ضروري نه ده چې مونږ بدی ردی ووایو او خپلې اداری خرابی کړو”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د ارمان لوڼي د وژل کېدو عیني شاهدان وايي چې نوموړی پولیسو په وهلو وژلی دی.

د غورځنګ غړي قیوم اتمانخېل د فرورۍ پر دویمه د ارمان لوڼي تر وژل کېدو لږ وروسته مشال راډیو ته وویلي وو چې ده په خپلو سترګو ولیدل چې پولیسو ارمان لوڼی پر مغزي وواهی او هغه پر مځکه پرېواتی او غږ یې ودرېدی.

ارمان لوڼی د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د فرورۍ پر دویمه نیټه له هغه وروسته وژل شوی وو چې هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ څلور ورځنی پرلت پای ته رسېدلی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ هغه پرلت د ځايي پولیسو پر دفتر د هغه وسله وال برید پرضد کښېنولی وو کوم چې د جنورۍ پر ۲۹مه لس تنه وژلي وو. د هغه برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ارمان لوڼي تر مرګ وروسته د پاکستان تر څنګ په ټوله نړۍ کې د احتجاجونو غږ کړی وو.

د پاکستان امنیتي ادارو د دې مظاهرو په ترڅ کې د غورځنګ یو شمیر فعالان نیولي وو ، چې ځني يي خوشي شوي او ځني لا هم په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG