د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران روحاني مشر وايي ، مرګ پر امریکايي ملت نه، پر ولسمشر ټرمپ


د ایران ستر مشر ايت الله علي خامنه يي.
د ایران ستر مشر ايت الله علي خامنه يي.

پراک - د ايران ستر روحاني مشر ويلي چې "مرګ پر امريکا" شعار امريکايي ملت ته نه بلکې ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو ته منسوب دی.

ايت الله علي خامنه يي د فبرورۍ پر اتمه په تهران کې د ايران د ۴۰ کلن اسلامي انتقلاب په وياړ جوړې شوې يوې دستورې ته په وينا کې وويل چې مرګ پر امريکا معنا مرګ پر ډونلډ ټرمپ، مرګ پر ملي امنيت سلاکار جان بولټن او مرګ پر [بهرنيو چارو وزير] مايک پومپيو او امريکايي واکدارانو ده.

دا شعار په ايران کې د حکومت لخوا په جوړو شوو لاريونونه او غونډو او د جمعې په خطبو کې کارول کېږي.

د خامنه يي د رسمي وېبپاڼې له مخې نوموړي ويلي چې د امريکايي ولس سره هيڅ سر و کار نه لري بلکې دا شعار د هغو خلکو لپاره دی چې حکومتي چاري پر مخ وړي.

خامنه يي زياته کړې چې ايران به تر هغه وخته "مرګ پر امريکا" شعار څخه لاس وانخلي تر څو چې د ده په وينا واشنګټن د تهران پر ضد له دښمنۍ ډکه تګلاره نه وي پرېښې.

د ايران او امريکا تر منځ اړيکې تر هغه وروسته زياتې ترينګلې شوې چې ولسمشر ټرمپ له تاريخي اټومي تړون څخه د وتلو او پر ايران يو ځل بيا د سختو اقتصادي بنديزونو لګولو پرېکړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG