د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسکو ناسته څه معنا لري؟


د مسکو ناسته څه معنا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستلو پر موضوع د واشنګټن او طالب استازو په نظر کې فرق دی او امریکا وايي چې په دې لړ کې یې هېڅ مهالوېش نه دی ټاکلی. له افغانستانه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو خبره د فبرورۍ پر شپږمه په مسکو کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته کړې. د طالبانو یو پلاوی او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالان د فبرورۍ پر شپږمه پر دویمه ورځ هم په مسکو کې ول او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کولې. رسنۍ د طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله وايي چې د مسکو ناسته بین الافغاني ده خو کابل دا ردوي. شنونکي وايي، د کابل او پخوانیو چارواکو په دریځ کې د توپیر لوی لامل په جولای کې د ولسمشرۍ ټاکنې دي. پر دې موضوع مو د سیاسي چارو له شنونکي مشتاق رحیم سره مرکه کړې او ورڅخه مو پوښتلي چې د اپوزیشن سیاستوالانو او حکومت په دریځ کې توپیر څه تاوان لري؟

XS
SM
MD
LG