د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اډیالې زندان مخې ته مې عالمزېب مسود او حیات پرېغل سترګو ته ودرېدل"


"د اډیالې زندان مخې ته مې عالمزېب مسود او حیات پرېغل سترګو ته ودرېدل"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې او د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل وايي، د فبرورۍ پېنځمې پر ماښام چې پولیسو ونیوله او تاڼې ته یې یووړه نو له خپل موبایل ټېلېفونه یې له کورنۍ سره خپل موقعیت شریک کړ. نوموړې د فبرورۍ پر اوومه تر خوشې کېدو څو ساعتونه وروسته مشال راډیو ته وویل، پولیسو یې کورنۍ ته وویل چې هغه د ښځینه پولیسو په مرکز کې نه ده. ګلالۍ اسماعیل وايي، د ښځو له تاڼې څخه سهار یوړل شوه او بیا لومړی په ابپارې کې وه، وروسته بل ځای ته ولېږدول شوه او په پای کې چې د راولپېنډۍ اډیالې زندان لوري ته ورسول شوه نو د پښتون ژغورنې غورځنګ عالمزېب مسود او حیات پرېغل یې مخې ته ودرېدل. دواړه کسان هم پولیسو نیولي او زنداني کړي ول. پرېغل درې میاشتې په زندان کې تېرې کړې او مسود لا هم زنداني دی. د ګلالۍ اسماعیل د څرګندونو په اړه د اسلام اباد پولیسو یا انتظامیې څه نه دي ویلي. دا چې پر نوموړې په ۳۰ ساعته حراست (ګرفتارۍ) کې څه تېر شول؟ د غږ په ځای کې یې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG