د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهرې او غایبانه جنازې

د فبرورۍ پر درېیمه، د محمد ارمان لوڼي د وژنې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ او د مدني ټولنو غړو په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې وکړې او ځای په ځای د هغه د جنازې غایبانه لمونخونه نه هم ادا شول. خلکود مظاهرو پر مهال لیکلي شعارونه هم پورته کړي ول چې پکې لیکل شوي وو، د پښتنو ځوانانو وژنه دې بنده شي.

خو بل پلو، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه، بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.​


نور پورته کړئ

16x9 Image

نجیب عامر

نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه ګڼې اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې د مشال راډیويي مجله، د مشال په نوم او د مساپرو ګړۍ هم شاملې دي. 

 

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG