د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټرانو په سرکاري روغتونونو کې کاربندیز پای ته رسولی


د کوټې د روغتون یو پخوانی عکس
د کوټې د روغتون یو پخوانی عکس

په بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاج ختم کړی دی او په سرکاري روغتونونو کې یې کار پیل کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان حکومت اعلان وکړ چې په صوبه کې به د ډاکټرانو د حفاظت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

د بلوچستان د ورغتیا وزیر نصیب الله مری د فرورۍ پر لومړۍ نېټه ماښام د کوټي په سول هسپتال کي د ډاکټرانو احتجاجي کیمپ ته ورغلی او هلته یې له تیرو ۵۰ ورځو راهیسي پر احتجاج ناستو ډاکټرانو سره ولیدل.

وزیر نصیب الله مري وروسته خبریالانو ته وویل چي دوي د ډاکټر ابراهیم خلیل په حفاظت سره پر راتلو ډیر خوشحاله دي.

ډاکټر ابراهیم خلیل تیر کال د دسمبر په ۱۳ نیټه له کوټې تښتول شوی وو او د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ پر ۳۰ مه نیټه خپل کور ته ستون شو.

د ډاکټرانو د مشرانو په ونیا چي ډاکټر ابرایهم خلیل د ۵ کروړ روپۍ په بدل کي اغواکارانو خوشي کړی دی.

نصیب الله مری وویل چې حکومت د ډاکټرانو غوښتنې منلې دي چې له امله یې ډاکټرانو اوس خپل هړتال یا احتجاج ختم کړی دی.

پر دې مهال د ډاکټرایکشن کمټۍ مشر ډاکټر ظاهر خان مندوخیل وویل چې حکومت دوي ته د دوي د غوښتونو پوره کولو باور ورکړی دی.

د بلوچستان یو نامتو ډاکټر غلام رسولمشال راډیو ته وویل چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د ویرې له امله تر ۹۴ زیاتو ډاکټرانو بلوچستان پرېښی دی.

ده وویل چې ۴۲ ډاکټران د تاوان لپاره تښتول شوي دي او د دې تر څنګ د مذهب او ژبې پربیناد په هدفي وژنو کي ۳۸ ډاکټران وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG