د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له روسیې سره د توغندیو مخنیوي له تړونه وتل اعلانوي


د روسیې بالیسټیک توغندي

ښايي چې امریکا به نن [د فبورۍ پر لومړۍ] له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړونه خپل وتل اعلان کړي.

د امریکايي کانګرس یوې سرچینې د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښايي نن د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه روسیې ته له ورکړل شوي مهلته یوه ورځ مخکې، د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړونه «INF» د امریکا وتل اعلان کړي.

امریکا روسیې ته د فبروري تر دوهمې نېټې پورې مهلت ورکړی و چې د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د مخنیوي د تړون له مخې چې دواړو هېوادونو په ۱۹۸۷ز کال کې لاسلیک کړی و، خپل مکلفیت ترسره کړي، که‌ نه ترې وبه وځي.

نورو رسنیو هم راپور ورکړی چې دا اعلان نن کېږي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په څو شېبو کې په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي، خو که څه هم د دې خبري غونډې موضوع تراوسه روښانه نه‌ ده مګر تمه ده چې پامپیو به په دې اړه خبرې وکړي.

د امریکا لخوا د دې پریکړې تمه لا څو میاشتې مخکې کېده خو په پېکېنګ کې د متحد ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو اندریا تامپسن او سیرګي ریابکوف له پرونۍ ناکامې غوندې وروسته یې اعلان یقیني شو.

روسي رسنیو د ریابکوف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، له بده‌ مرغه په‌ دې خبرو کې هېڅ پرمختګ ونه‌ شو او مېرمن تامپسن په یوه مرکه کې وویل، روسیه لا هم په دې اعتراف نه کوي چې له «INF» څخه سرغړونه کوي.

«INF» ته تر ډېره په اروپا کې د ثبات د اداره کوونکي تړون په نظر کتل کېږي او دا تړون د مسکو او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې تل د کړکېچ یوه سرچینه وه.

واشنګټن او ناټو روسیه تورنوي چې د «9M-72- 9» په نوم د کروز توغندیو په جوړولو سره له «INF» څخه سرغړونه کوي خو مسکو هغه تورونه ردوي چې وايي، د دې توغندیو جوړول له «INF» څخه سرغړونه ده او په مقابل کې پر امریکا تور لګوي چې له دې تړونه د وتلو په پلمه غواړي د وسلو د سیالۍ نوی پړاو پیل کړي.

واشنګټن ویلي دي چې که روسیه بېرته د دې تړون شرایطو ته غاړه کې نه‌ ږدي، نو د فبروري له دوهمې نېټې وروسته به له «INF» څخه د وتلو شپږ میاشتنۍ بهیر پیل کړي خو امریکايي چارواکو دا یادونه هم کړې چې که روسیه د دې تړون پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو واشنګټن به بېرته پکې شامل شي.

«INF» دواړو هېوادونه د هغو کروز او بالستیک توغنديو له جوړولو منع کوي چې پر ځمکه ځای پرځای کېږي او له ۵۰۰ کیلومترو نیولې تر ۵۵۰۰ کیلو مترو پورې واټن ویشتلی شي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG